د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د ځینو ترانزیټي لارو له بندېدو وروسته، د افغانستان د وارداتو او صادراتو تکیه په زیاتېدونکي ډول پر ایران شوې ده.
د راپور له مخې، اوس مهال د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه سوداګریز انتقالات د ایران له لارې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا د رېل پټلیو له لارې هم د وارداتو کچه لوړه شوې ده.
دغه پروګرام وایي، که څه هم سوداګریز جریانونه لا هم روان دي، خو د بدیلو لارو اوږدوالی او لوړ لګښت د وارداتو قیمتونه زیات کړي، چې په پایله کې د خوراکي توکو، سون موادو او کرنیزو توکو بیې په افغانستان کې لوړې شوې دي.
راپور همداراز زیاتوي چې افغانستان د څو هممهاله فشارونو لکه د سیمهییزو کړکېچونو، د بشري مرستو د کمښت او د کډوالو د ستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دی، چې د خوړو ناامني یې لا پسې پراخه کړې ده.
د دې پروګرام د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بیړني حالت سره مخ دي، او که روان وضعیت دوام وکړي، نو په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د شدیدې لوږې له خطر سره مخ کسانو شمېر شاوخوا ۲.۳ میلیونه زیات شي.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت له امله به سږ کال یوازې د شدیدې خوارځواکۍ له درېیمې برخې ماشومانو ته درملنه ورسېږي، په داسې حال کې چې پاتې ډېری ماشومان د درملنې له فرصت څخه بېبرخې پاتې کېږي.

