یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 80

اوچا: د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د بحرانونو د ځواب ویلو څانګې مشرې اېدېم ووسورنو د امنیت شورا غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د لوږې، موسمي بدلونونو، اقتصادي ستونزو او د مرستو د کمښت له امله بشري وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

نوموړې وویل چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د ووسورنو په وینا، ۴.۷ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی. همداراز، ۳.۷ میلیونه ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.

ووسورنو خبرداری ورکړ چې د مرستو د بودجې کمښت او د بشري اړتیاوو زیاتوالي د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی او نړیوال ملاتړ ته لا ډېره اړتیا ده.

یوناما: افغانستان د نړۍ د سترو بحرانونو له ډلې له یوه سره یې مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجېت ګانیون امنیت شورا ته وویل چې افغانستان لا هم د نړۍ د سترو بحرانونو له یوه سره مخ دی.

نوموړې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو شړل او راستنېدل یو له بحرانونو په یادوي او زیاتوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي او تمه ده چې یوازې سږ کال تر ۲.۸ میلیونه نور کسان هم راستانه شي. د نوموړې په وینا، دا چاره په داسې حال کې ترسره کېږي چې د کار فرصتونه محدود دي او ټولنه له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ ده.

مېرمن ګانیون د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ځانګړې غونډه کې دا هم په ډاګه کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اسټرالیا لومړی وزیر:ایران ته باید هیڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه‌ ورنکړل شي

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني آلبانیزي ویلي چې ایران ته باید هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

هغه ټینګار کړی چې دا د اسټرالیا د حکومت ثابت دریځ دی او په راتلونکي کې به هم همداسې پاتې شي.

آلبانیزي زیاته کړې چې اوسنی وضعیت د نړۍ د اقتصاد لپاره ویرانوونکې پایلې لرلی شي، ځکه د منځني ختیځ کړکېچ د نړیوالو بازارونو پر ثبات مستقیم اغېز لري.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دې بحران د حل لپاره یو روښانه او عملي پلان جوړ کړي، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي او د سیمې ثبات وساتل شي.

د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي چې د ډیپلوماسۍ له لارې د حل لارې موندل باید لومړیتوب وي، ځکه د شخړې اوږدېدل نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال اقتصاد هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

په هرات کې د ښځو د نیولو پر ضد لاریون؛ طالبانو لاریون کوونکي وځپل

هرات کې د طالبانو حکومت ځواکونو په دغه ولایت کې ولسي لاریونونه وځپل.

نن د هرات په جبرئیل سیمه کې خلک د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر ضد لاریون ته راوتلي وو چې د طالبانو د حکومت ځواکونو پرې ډزې وکړې او لاریونوال یې خواره واره کړل.

له هرات ولایته سرچینې وایي، په ډزو کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښې او نږدې لس لاریون کوونکي نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په هرات ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محستبینو له لوري د حجاب نه مراعتولو په پلمه ښځې او نجونې نیول کیږي او زانداني کیږي.

جي ډي ونس:امریکا او ایران کولای شي د اټومي پروګرام په اړه اوږدمهاله هوکړې ته ورسېږي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي، ډاډ لري چې واشنګټن او ایران به د تهران د اټومي پروګرام په اړه یوې اوږدمهالې هوکړې ته ورسېږي.

ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړه چې دا ډول هوکړه د امریکا په ګټه ده او واشنګټن به د هغې د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، پرته له دې چې اسراییل له دې بهیر سره موافق وي او که نه.

هغه د دې اندېښنو په اړه چې ښايي ایران د خبرو اترو له لارې وخت ضایع کوي یا امریکا تېرباسي، وویل چې د هرې احتمالي هوکړې بریا یوازې په لیکلي متن پورې نه تړل کېږي، بلکې مهمه دا ده چې تهران په عملي توګه د هوکړې شرطونو ته ژمن پاتې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې هېواد به يې د هر ډول احتمالي هوکړې د پلي کېدو او د ایران د ژمنو د عملي کولو بهیر په اوږدمهاله توګه وڅاري او ارزونه به یې وکړي.

ونس زیاته کړه: «ایران نه غواړي دا جګړه دوام ومومي، ځکه دا د هغوی په ګټه نه ده. زما په اند هغوی د خبرو مېز ته راغلي او جدي وړاندیزونه یې مطرح کړي دي. موږ به دا هر څه وازمایو او وبه یې څارو، خو که هوکړې ته ورسېږو، دا به د امریکا د خلکو لپاره یوه ستره بریا وي.»

ټولنیزه فعاله میترا مهران: پر ښځو لګېدلي محدودیتونه بې ‌ساري کچې ته رسېدلي

د مدني ټولنې استازې او د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټ اېښودونکې میترا مهران پرون دوشنبه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې له ۲۳۰ ډېر داسې فرمانونه صادر شوي چې پر بنسټ یې د ښځو او نجونو حقونه او آزادي محدوده شوې ده.

د نوموړې په وینا، دغو فرمانونو ښځې له زده ‌کړو، کار، آزاد تګ راتګ او په عامه ژوند کې له ټولنیز ګډون محرومې کړې دي.

آغلې مهران ادعا وکړه چې اوسني وضعیت په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځپنې بڼه خپله کړې او هغه ښځې چې د محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي، له نیونو، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

میترا مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټینګار یې وکړ چې دا موضوع یوازې د افغان ښځو ستونزه نه، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو ازموینه هم ده.

د ښځو د وضعیت تر څنګ، د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون د افغانستان پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې، که څه هم د طالبانو حکومت پر هېواد خپل اداري او امنیتي کنټرول ټینګ کړی او له کومې جدي وسله‌ والې یا سیاسي ننګونې سره مخ نه دي، خو د هېواد د ظاهري ثبات تر شا ژورې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې موجودې دي.

د یوناما سرپرسته: افغانستان کې ۳.۸ میلیونه نجونې له زده‌ کړو بې‌ برخې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پسې پراخېږي او د دې وضعیت دوام به د دغه هېواد لپاره اوږدمهالې منفي پایلې ولري.

ګانیون د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه امنیت شورا ځانګړې غونډه کې وویل چې دا مهال شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له زده‌کړو بې برخې دي. د هغې په وینا، هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې نجونې هم د ثانوي زده‌کړو له بهیره د تل لپاره پاتې کېږي، چې له امله یې افغانستان د استعدادونو او وړتیاوو له یو بشپړ نسل بې‌برخې کېږي.

نوموړې وویل چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو زیاتېدو نه یوازې د دوی بنسټیز حقونه اغېزمن کړي، بلکې د افغانستان اقتصاد، روغتیايي سیستم او د زده‌ کړو سکټور ته یې هم زیان رسولی دی.

د یوناما سرپرستې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه لغوه کړي، په ځانګړې توګه هغه بندیز چې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کوي.

ناسا:د ارټیمس ۳ ماموریت لپاره ټاکل شوي ستورمزلي سبا اعلانېږي

د امریکا د فضایي څېړنو ادارې NASA اعلان کړی چې د خپل مهم سپوږمیز ماموریت ارټیمس ۳ لپاره غوره شوي ستورمزلي به سبا په رسمي ډول خلکو ته ور وپېژندل شي.

ناسا وایي، دا ماموریت د سپوږمۍ په مدار کې د نویو سوداګریزو لینډرونو (سپوږمۍ ته د کېناستو وسایلو) د نږدې کېدو او نښلولو د ازموینو له پلوه یو مهم پړاو ګڼل کېږي، چې د راتلونکو سپوږمیزو سفرونو لپاره به تخنیکي زمینه برابره کړي.

دغه اداره زیاتوي چې د ارټیمس ۳ ماموریت ستورمزلي به د فضا په مدار کې د مختلفو سیسټمونو د همغږۍ او نښلولو عملي ازموینې ترسره کړي، څو د سپوږمۍ د راتلونکو سپړنو لپاره خطرونه کم او وړتیاوې زیاتې شي.

ناسا همدارنګه له خلکو غوښتنه کړې چې د دې اعلان په اړه خپلې پوښتنې شریکې کړي او وښيي چې که له ستورمزلو سره یې د خبرو فرصت درلود، نو کومې پوښتنې به یې ترې کړې وای، څو د فضا د سپړنې په اړه عامه لیوالتیا نوره هم زیاته شي.

اسټرالیا:د یوناما د ماموریت له غځېدو سره باید د افغان ښځو حقونه لومړیتوب وي

د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د غځېدو په اړه له هر ډول پرېکړې سره باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او ملاتړ د نړۍوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

سفارت په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې د یوناما اوسنی ماموریت د روان کال د غبرګولي په ۲۶مه پای ته رسېږي، اړینه ده چې د ماموریت د راتلونکي په اړه بحثونه د افغان ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت پر حقونو متمرکز وي.

د اسټرالیا چارواکو زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د بشري حقونو وضعیت له نږدې وڅاري او ډاډ ترلاسه کړي چې د افغان ښځو او نجونو غږونه د سیاسي او ډیپلوماټیکو پرېکړو په بهیر کې له پامه نه غورځول کېږي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه او غړي هېوادونه د غبرګولي په ۲۶مه د یوناما د ماموریت د غځېدو یا بدلون په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د نړۍوالې جزايي محکمې څارنوال؛کریم خان له دندې موقتي لرې شو

کريم خان چې د نړۍوالې جزايي محکمې (ICC) لوی څارنوال دی، د جنسي ځورونې د ادعاوو د څېړنې تر بشپړېدو پورې په لنډمهالي ډول له خپلې دندې لرې کړل شوی دی.

سره له دې چې کریم خان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي، خو د راپورونو له مخې د محکمې غړي هېوادونه به په نږدې راتلونکي کې د هغه د دندې او راتلونکي موقف په اړه رایه‌اچونه ترسره کړي.

ویل کېږي چې دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د یوې خپلواکې څېړنې، د حقوقي متخصصینو د ارزونو او یو شمېر نورو اړوندو اسنادو له ارزونې وروسته شوې ده، خو تر اوسه د قضیې بشپړ جزییات او موندنې نه دي خپرې شوې.

دا موضوع په داسې وخت کې راپورته کېږي چې نړۍواله جزايي محکمه د جګړه‌ییزو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو د قضیو د څېړنې په برخه کې مهم رول لري، او د دې ادارې د لوړپوړي چارواکي پر وړاندې تورونو د محکمې د اعتبار او شفافیت په اړه نوي بحثونه راپارولي دي.