د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله ته د منسوب حکم له لوري د ځیرکو ټیلفونونو د کارولو د منع کولو راپورونو په اړه شنونکي وایي، دا ډول پرېکړې به افغانستان د ټېکنالوژۍ، اقتصادي ودې او عصري خدماتو څخه لا پسې شاته کړي.
د چارو پوهان وايي چې په اوسني عصر کې ځیرک ټیلفون یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د بانکي خدمتونو، زده کړو، روغتیايي اسانتیاوو، سوداګرۍ، ترانسپورټ، دولتي خدمتونو او ورځنیو چارو یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.
د دوی په وینا، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خلکو د ژوند لویه برخه د ګرځنده اپلېکېشنونو او ډیجیټلي خدمتونو له لارې پر مخ ځي.
شنونکي زیاتوي چې د ټېکنالوژۍ د محدودولو پر ځای باید د هغې د سمې استفادې لپاره چوکاټونه رامنځته شي.
د دوی په باور، د ځیرکو ټیلفونونو بشپړ بندیز نه یوازې د خلکو ورځني ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د افغانستان د ځوانانو، سوداګرو او زدهکوونکو لپاره به د معلوماتو او فرصتونو دروازې هم تنګې کړي.
دوی استدلال کوي چې نن سبا له بانکي حسابونو او پیسو لېږد را لېږد نیولې، د اسنادو تصدیق، انلاین زدهکړې، روغتیايي مشورې، پېر او پلور، ټکسي خدمتونه او لسګونه نورې چارې د ځیرکو ټیلفونونو له لارې ترسره کېږي.
له همدې امله، د دغې ټېکنالوژۍ محدودول به د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.
د شنونکو په وینا، افغانستان چې لا هم د ډیجیټلي پرمختګ په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، اړتیا لري چې د نړۍ له روانو ټېکنالوژیکو بدلونونو سره ځان عیار کړي، نه دا چې له هغو څخه نور هم واټن واخلي. دوی خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه کولی شي هېواد د سیمې او نړۍ له پرمختګونو څخه لا زیات منزوي او وروسته پاتې کړي.

