د بلوچستان د بشري حقونو فعالې او د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې د زندان سختو شرایطو کې یې کتابونه د روحاني او فکري ملاتړ تر ټولو لویه سرچینه وه.
هغې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې انفرادي بند ورته ډېر ستونزمن و، خو مطالعې ورسره مرسته وکړه چې دغه حالت وزغمي او خپل فکري ثبات وساتي.
د هغې په وینا، کتابونو نه یوازې د هغې د فکر نړۍ پراخه کړې، بلکې د سیاسي مبارزې په اړه یې درک هم لا ژور کړی دی.
ماهرنګ بلوڅ وايي چې په بلوچستان کې د زدهکوونکو، خبریالانو او فعالانو غږونه د جبري ورکېدو، هدفي تاوتریخوالي او فشارونو له امله کمزوري کېږي، او سولهییز فعالیت ورځ تر بلې سختېږي.
هغه زیاتوي چې د حکومتي ادارو له لوري سولهییز سیاسي حرکتونه کله ناکله د “امنیتي ګواښ” په نوم تعبیرېږي، چې له امله یې ګڼ فعالان له نیونو او قضايي فشارونو سره مخ کېږي.
ماهرنګ بلوچ ټینګار کړی چې د زندان تجربه، سره له سختیو، د هغې د مقاومت اراده نوره هم پیاوړې کړې ده او د خپلې مبارزې هدف ته یې ژمنتیا لا زیاته کړې ده.

