دوشنبه, جون 8, 2026
Homeافغانستاند راستنېدونکو د مېشتېدو بهیر؛په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورنیو ته...

د راستنېدونکو د مېشتېدو بهیر؛په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورنیو ته نمرې وېشل شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې هېواد ته راستنو شویو ۴ زره او ۶۹۴ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په ننګرهار کې ۱۶۵۹، هلمند کې ۹۳۴، فاریاب کې ۸۳۷، فراه کې ۶۹۷، غزني کې ۳۶۷، پکتیکا کې ۱۰۰ او نیمروز کې ۱۰۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۴۰ زره او ۴۱۳ استوګنیزې نمرې پر مستحقو راستنېدونکو وېشل شوې او دا بهیر لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here