سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 80

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې د ځانمرګي برید له امله درې امنیتي چارواکي وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا، د بنو ولسوالۍ سرا درګه سیمه کې، په ځانمرګي برید کې درې امنیتي چارواکي وژل شوي دي.

د رسمي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د ډګروال رتبې یو افسر هم شامل دی.

ویل کېږي چې د چاودېدونکو توکو بار موټرسایکل د ماین ضد زغروال موټر ته څېرمه چاودنه کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

خیبر پښتونخوا؛بنو ولسوالۍ کې ځانمرګي بریدګر پر پاکستاني پوځیانو برید کړی

0

د خیبر پښتونخوا، د بنو ولسوالۍ سرا درګه سیمه کې، یو ځانمرګي بریدګر د پوځیانو کاروان هدف ګرځولی.

د راپورونو له مخې بریدګر پر موټر سایکل سپور و او هغه مهال یې تړلو چاودیدونکو ته چاودنه ورکړه چې د امنیتي ځواکونو موټر د ګشت په حال کې و.

بریدګر مستقیم پر پوځیانو ورغلی او چاودنه یې کړې.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

مایک پمپئو:ایران له وجودي ګواښ سره مخ دی او د خپل نظام د بقا لپاره هر اقدام ته چمتو دی

0

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر، مایک پمپئو فاکس نیوز سره خبرو کې ویلي چې د ایران حکومت له وجودي ګواښ سره مخ دی او د خپلې بقا لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دی.

پمپئو ویلي چې د ایران حکومت د لوېدیځ په څېر موضوعاتو ته نه ګوري او دا مسله د سوداګریزې معاملې په توګه نه، بلکې د حکومتي بقا د موضوع په توګه ارزوي، ځکه چې دغه نظام له شاوخوا ۴۷ کلونو راهیسې دوام لري.

نوموړي ادعا کړې چې د ایران مشران د خپل نظام د ساتلو لپاره حتی د خلکو قربانۍ ته هم چمتو دي او زیاته کړې چې په وروستیو ۳۰ ورځو کې په ایران کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي، خو د دې ادعا لپاره یې مشخص شواهد وړاندې نه کړل.

پمپئو همدارنګه ویلي چې ډونالډ ټرمپ او اسرائیلي چارواکي په دې باور دي چې دا مهال ایران په کمزوري وضعیت کې دی.

هغه د سیمې د امریکایي پوځي حضور یادونه کړې او زیاته کړې چې ښایي دا تحرکات د واشنګټن د مطلوبې پایلې سبب شي.

نوموړي په پای کې ویلي چې د ایران خلک او نړۍ مستحق دي چې د ده په وینا استبداد تاریخ ته وسپارل شي.

خیبر پښتونخوا؛اورکزو کې د داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ نښته کې د دواړو لوریو څلور تنه وژل شوي

0

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په اورکزي سیمه کې د وسلوالو دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، د داعش خراسان اړوند وسله‌وال د تحریک طالبان پاکستان له غړو سره په شیخان سیمه کې مخامخ شوي او ترمنځ یې سخته وسله‌واله جګړه شوې ده.

ویل کېږي شخړه د سیمې پر نفوذ او مالي سرچینو د اختلاف له امله رامنځته شوې وه.

په جګړه کې د داعش د یو قومندان په ګډون درې غړي وژل شوي.

بل لور ته د تحریک طالبان پاکستان یو وسله‌وال کس هم وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

امریکا؛درې ایراني انجنیران د ټکنالوژۍ د رازونو د غلا په تور نیولي

0

د امریکا د قضايي نظام عالي هیئت منصفه درې ایراني انجنیران، چې د سیلیکون‌وېلي اوسېدونکي دي، د سوداګریزو رازونو د غلا او د محرمو معلوماتو د لېږد په تور تورن کړي دي.

د محکمې له صادر شوې دوسیې له مخې، ۳۲ کلن سرور قندعلي، د هغه ۴۱ کلنه خور سمانه قندعلي او د سمانې مېړه ۴۰ کلن محمدجواد خسروي، ټول د ایران تابعیت لري او تور پرې دی چې د ګوګل او ځینو نورو شرکتونو محرم معلومات یې غلا کړي دي.

د امریکا څارنوالۍ ویلي، دواړو خويندو مخکې په ګوګل کې کار کاوه او وروسته بل شرکت ته ولاړې، خو له خسروي سره یو ځای تورن دي چې د شرکتونو پټ معلومات یې خپلو کاري وسایلو او همدارنګه ایران ته لېږدولي دي.

په قضیه کې د ایران د حکومت لپاره د جاسوسۍ تور په څرګند ډول نه دی مطرح شوی، خو ویل شوي چې تورنو کسانو د خپلو کړنو په اړه د تحقیقاتو بهیر هم ګډوډ کړی دی.

د قانون له مخې، که تورن کسان مجرم وپېژندل شي، نو د سوداګریزو رازونو د غلا د توطیې هر تور په بدل کې تر ۱۰ کلونو بند او ۲۵۰ زره ډالرو پورې جریمه ورپېښېدای شي.

همدارنګه د تحقیقاتو د بهیر د خنډ جوړولو تور کېدای شي تر ۲۰ کلونو زندان او ۲۵۰ زره ډالرو جریمه ولري.

پاکستاني پولیسو؛اسلام اباد کې د روژې په میاشت کې له سلو زیات ناقانونه افغان کډوال له کورونو ویستي او نیولي دي

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پلازمېنې اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې د افغان کډوالو او مشکوکو کسانو د موندلو لپاره پراخ امنیتي عملیات ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، عملیات د راولپنډۍ، اټک، جهلم او چکوال په ګډون څو سیمو ته غځېدلي وو، چې پکې لسګونه افغان وګړي او یو شمېر نور مشکوک کسان نیول شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې د عملیاتو پر مهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې پراخې پلټنې ترسره شوې او د استوګنې ځایونه او سوداګریز مرکزونه هم تلاشي شوي دي.

بلخوا، د طالبانو حکومت مسولینو له پاکستاني ادارو غوښتي چې کډوالو افغانانو سره دې د روژې میاشتې د درناوي په خاطر د انساني کرامت له مخې چلند څخه کار واخلي.

اکسیوس:ټرمپ ته داسې طرحه وړاندې شوې چې خامنه‌يي او زوی یې هدف وګرځوي

0

د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا حکومت د ایران د اټومي پروګرام په اړه داسې طرحه ارزوي چې ښايي ایران ته د محدود او «سمبولیک» یورانیمو بډاینې اجازه ورکړي، خو په بشپړه توګه به د اټومي وسلې د جوړېدو مخه ونیسي.

د راپور له مخې، واشنګټن په عین وخت کې پوځي انتخابونه هم څېړي او حتی داسې طرحه هم مطرح شوې چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه ای او د هغه زوی مجتبی خامنه ای په مستقیم ډول هدف وګرځول شي.

امریکايي چارواکو ویلي، که ایران غواړي له پوځي برید څخه ځان وژغوري، باید داسې وړاندیز وړاندې کړي چې واشنګټن یې رد نه شي کولی.

همدت رنګه، هغوی خبرداری ورکړی چې د خبرو فرصت محدود دی او که تهران ځنډ وکړي، د صبر کچه به کمه شي.

بل خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران وړاندیز به په نږدې ورځو کې بشپړ او امریکا ته وسپارل شي؛ چې نوموړي ویلي ایران هم غواړي د باور جوړونې اقدامات ترسره کړي څو د اټومي پروګرام سوله‌ییز ماهیت ثابت کړي.

راپور زیاتوي چې د امریکا رسمي دریځ د ایران په خاوره کې «صفر بډاینه» ده، خو ځینې چارواکي وایي که محدود او خوندي بډاینې ته واضح ضمانت ورکړل شي، واشنګټن به یې مطالعه کړي.

د سرچینو په وینا، د امریکا پوځ ولسمشر ته بېلابېل پوځي سناریوګانې وړاندې کړې دي، خو لا تر اوسه د برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

امریکايي چارواکي وایي د ایران له خوا د تفصیلي وړاندیز له ترلاسه کولو وروسته به معلومه شي چې خبرې دوام مومي که نه.

ډونالډ ټرمپ:په ایران کې د لاریونونو پر مهال ۳۲ زره کسان وژل شوي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې په ایران کې د نسبتاً لنډې مودې په ترڅ کې شاوخوا ۳۲ زره کسان وژل شوي دي.

ټرمپ د ایران د وضعیت په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «د ایران خلک د دغه هېواد له مشرانو سره ډېر توپیر لري، او دا یو ډېر، ډېر، ډېر غمجن حالت دی. زه رښتیا هم د ایران د خلکو لپاره د خواشینۍ احساس کوم. داسې ښکاري لکه هغوی چې په دوزخ کې ژوند کړی وي.»

هغه زیاته کړې چې د ایران عام وګړي له سختو شرایطو سره مخ دي او د ده په وینا، د دې وضعیت اصلي بار د خلکو پر اوږو دی، نه د سیاسي مشرانو.

ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران ولس د ښه ژوند او سوله‌ییز راتلونکي مستحق دی.

عباس عراقچي:که امریکا د زور ژبه وکاروي، ایران به ورته متقابل ځواب ورکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې ایران به د امریکا له هر ډول زور او فشار سره متقابل ځواب ووايي.

عراقچي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «زما پیغام د امریکا ولسمشر او د کانګرس غړو ته دا دی چې که له موږ سره د زور په ژبه خبرې وکړي، موږ به هم په هماغه ژبه ځواب ورکړو.»

هغه زیاته کړې چې پخوانیو امریکايي حکومتونو د ایران پر وړاندې بېلابېل اقدامات ترسره کړي، له جګړې او بندیزونو نیولې تر د ماشې میکانیزم پورې، خو د ده په وینا هېڅ یوه یې مطلوبه پایله نه ده لرلې.

عراقچي د امریکا اوسني سیاستونه د ایران پر وړاندې خصمانه بللي او ویلي که دا دښمنۍ پای ته ورسېږي، کېدای شي د اړیکو د نوي ډول په اړه فکر وشي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران پر وړاندې د محدود پوځي اقدام ارزونه کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر وړاندې د محدود پوځي برید د ترسره کېدو امکان ارزوي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا پوښتنه چې ایا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د فشار راوستلو په موخه محدود پوځي اقدام تر غور لاندې لري که نه، ځواب کې وویل: «فکر کوم ویلی شم چې دا موضوع ارزوم.»

ټرمپ د احتمالي اقدام د څرنګوالي، وخت او یا هم د هدفونو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.