د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۷۶۳ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، له زندانونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۳۰ تنه د ننګرهار د تورخم او ۵۳۳ تنه د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.
چارواکي وایي، یاد کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې تر توقیف لاندې وو.

