سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 81

عباس عراقچي:که امریکا د زور ژبه وکاروي، ایران به ورته متقابل ځواب ورکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي ویلي چې ایران به د امریکا له هر ډول زور او فشار سره متقابل ځواب ووايي.

عراقچي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «زما پیغام د امریکا ولسمشر او د کانګرس غړو ته دا دی چې که له موږ سره د زور په ژبه خبرې وکړي، موږ به هم په هماغه ژبه ځواب ورکړو.»

هغه زیاته کړې چې پخوانیو امریکايي حکومتونو د ایران پر وړاندې بېلابېل اقدامات ترسره کړي، له جګړې او بندیزونو نیولې تر د ماشې میکانیزم پورې، خو د ده په وینا هېڅ یوه یې مطلوبه پایله نه ده لرلې.

عراقچي د امریکا اوسني سیاستونه د ایران پر وړاندې خصمانه بللي او ویلي که دا دښمنۍ پای ته ورسېږي، کېدای شي د اړیکو د نوي ډول په اړه فکر وشي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران پر وړاندې د محدود پوځي اقدام ارزونه کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران پر وړاندې د محدود پوځي برید د ترسره کېدو امکان ارزوي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دا پوښتنه چې ایا د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د یوې هوکړې لپاره د فشار راوستلو په موخه محدود پوځي اقدام تر غور لاندې لري که نه، ځواب کې وویل: «فکر کوم ویلی شم چې دا موضوع ارزوم.»

ټرمپ د احتمالي اقدام د څرنګوالي، وخت او یا هم د هدفونو په اړه وضاحت ورنه کړ، خو دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري.

ایران ملګرو ملتونو ته:که پر موږ برید وشي، د دښمن سیمه‌ییزې اډې به په نښه کړو

0

ایران په یوه رسمي لیک کې ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، تهران به په سیمه کې د دښمن پوځي اډې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د امریکا له لوري د زور کارولو پرله‌پسې ګواښونه د امریکا د منشور څخه ښکاره سرغړونه ده او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.

په لیک کې راغلي چې ایران به د خپلې خاورې، حاکمیت او ملي ګټو د دفاع لپاره له ټولو مشروع لارو چارو کار واخلي.

تهران همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زور او ګواښونو پر ځای د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو ملاتړ وکړي.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو؛د اټومي موضوع او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې تماس کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړه.

عراقچي د اټومي موضوع په تړاو د ایران دریځ روښانه کړ او ټینګار یې وکړ چې تهران د عادلانه او متوازن توافق د ترلاسه کولو لپاره جدي اراده لري.

هغه ویلي، هر ډول هوکړه باید د ایران حقوق او ملي ګټې خوندي کړي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون له چوکاټ سره سمون ولري.

نوموړي همدارنګه په نړیوالو ډګرونو کې د روسیې له رغنده دریځ مننه کړې او خپل روسي سیال یې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د وروستیو بدلونونو په اړه خبر کړ.

په دې ټلیفوني خبرو کې د تهران او مسکو ترمنځ پر یو شمېر دوه‌اړخیزو موضوعاتو هم بحث وشو.

ډونالډ ټرمپ؛د جګړې وزارت ته امر وکړ تر څو د فضایي مخلوقاتو په اړه سندونه خپاره کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د جګړې وزارت او نورو اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې څو د فضایي مخلوقاتو، احتمالي فضايي ژوند او ناپېژندو هوايي پدیدو (UAP) په اړه دولتي اسناد او فایلونه وڅېړي او د خپرېدو بهیر یې پیل کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشال» کې کړې دي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما په وروستیو کې ویلي وو چې د فضایي مخلوقاتو په اړه خبرې «ریښتینې» دي، خو زیاته کړې یې وه چې دی په شخصي ډول له دغو موجوداتو سره نه دی مخ شوی.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اوباما تورن کړ چې ګوندې «طبقه‌بندي شوي معلومات» یې افشا کړي دي.

نوموړي خبریالانو ته وویل: «زه نه پوهېږم چې ایا هغوی (فضایي مخلوقات) ریښتیني دي که نه.»

هغه د اوباما په اړه زیاته کړه: «ښایي د محرم معلوماتو د خپرېدو له لارې هغه له ستونزې وژغورم.»

اوباما همداراز ټینګار کړی چې د «فضايي موجوداتو له لوري زموږ سره د تماس» هېڅ کره شواهد نه شته، خو ویلي یې دي چې د کایناتو د پراخوالي له مخې د حیات احتمال لوړ دی.

بلخوا، د یوفوګانو په اړه عامه علاقه وروسته له هغه بیا زیاته شوه چې په ۲۰۱۷ کال کې د پنتاګون یو شمېر پخوانیو چارواکو د امریکا د سمندري ځواکونو هغه ویډیوګانې رسنیو ته ورکړې چې پکې ناپېژندل شوي الوتونکي اجسام لیدل کېدل.

دغه موضوع د دې لامل شوه چې د امریکا کانګرس د ۵۰ کلونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د یوفوګانو په اړه لومړنۍ استماعیه غونډې ترسره کړي.

چارواکو هغه مهال ویلي وو چې ښایي دغه درې‌ګوني شین رنګه څیزونه چې د یوې سمندري بېړۍ پر سر لیدل شوي وو، ډرون الوتکې وي.

له هغه وروسته، پنتاګون ژمنه کړې چې د ناپېژندو هوايي پدیدو په اړه به لا زیاته شفافیت رامنځته کړي.

انقره کې؛د طالبانو حکومت او قزاقستان سفیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

په انقره کې د طالبانو حکومت سفیر، شیخ سنیع‌الله فرهمند، د قزاقستان له سفیر ساپیوف یرکیبولان اونالبیکولي سره لیدنه کړې.

د طالبانو حکومت سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي او دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د اړیکو پر دوام ټینګار کړی.

همداراز، د سفارت د معلوماتو له مخې، شیخ سنیع‌الله فرهمند په انقره کې د کویټ د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې هم ګډون کړی، چې پکې د کوربه هېواد چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماتانو حضور درلود.

پاکستان:زموږ صبر نامحدود نه دی، افغانستان دې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، په دغه هېواد کې د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته د اسلام‌اباد صبر نامحدود نه دی او له کابل یې غوښتي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د فعالیتونو مخه ونیسي.

اندرابي په یوه خبري ناسته کې ویلي، پاکستان له افغان لوري تمه لري چې خپله خاوره د هېڅ ډول وسله‌والو ډلو لپاره د پټنځای او یا هم د بریدونو د طرحې په توګه ونه کارول شي.

هغه زیاته کړې چې که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، اسلام‌اباد به اړ شي مناسب ګامونه پورته کړي.

نوموړي د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې هم تایید کړې چې که اړتیا وي، ښايي د افغانستان پر وړاندې اقدام وشي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت هرکله ټینګار کړی چې د هېواد خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او پاکستان کې ستونزې یې ددغه هېواد داخلي مسئله بللې ده.

امریکایي سناتور:د ایران پر وړاندې باید له زور کار واخیستل شي

0

‏د امریکا د پنسلوانیا ایالت ډیموکراټ سناتور جان فترمن ویلي، د ایران اوسني واکمنان یوازې د زور او ځواک ژبې ته غبرګون ښيي او له هغوی سره پر خبرو باور نه شي کېدای.

نوموړي په یوې ټلویزیوني مرکې کې ویلي چې له پخوا راهیسې یې پوښتنه کوله څنګه کېدای شي ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.

هغه زیاته کړې چې تهران په لوړه کچه بډایه شوي یورانیم لري او دا چاره جدي اندېښنه رامنځته کوي.

فترمن ټینګار کړی چې د ده په اند یوازې فشار او پوځي اقدام کولی شي د ایران پر چلند اغېز وکړي.

هغه ویلي که اړتیا وي، باید بیا هم پر ایران سخت ګامونه واخیستل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم ویلي چې له داسې نظام سره خبرې ګټه نه لري او باید په مستقیم او قوي اقدام ورسره چلند وشي.

د طالبانو حکومت؛د تبلیغیانو لپاره نوی قانون توشیح کړ

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د تبلیغ طریقو، د مبلغانو د دعوت او اړوندو لارښوونو په اړه نوی قانون توشیح کړی دی.

د دغه قانون یوه نسخه، چې طلوع‌نیوز ترلاسه کړې، په دوو فصلونو او ۱۷ مادو کې ترتیب شوې ده.

د قانون له مخې به د تبلیغ کوونکو فعالیتونه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري تنظیمېږي.

په دې قانون کې ویل شوي چې مبلغان باید د حنفي مذهب پیروان، بالغ او عاقل وي او پر هغه څه بشپړه پوهه او تسلط ولري چې خلک ورته رابولي.

قانون همداراز ټینګار کوي چې تبلیغي ډلې باید له خلکو سره ښه چلند وکړي او د تبلیغ پر مهال ښځې او نابالغ کسان (ماشومان) له ځان سره مل نه کړي.

د قانون له مخې د مبلغینو مهمې ځانګړنې عبارت دي له: مسلمان او د حنفي مذهب پیروي، بلوغ او عقل، اخلاص، مهرباني، صبر، او پر دیني موضوعاتو بشپړه پوهه.

په همدې حال کې د مبلغینو مکلفیتونو کې له خلکو سره ښه چلند او له ځان سره د ښځو او ماشومانو نه ملګرتیا شامل دي.

د تبلیغ د لارو چارو په برخه کې قانون وایي چې مبلغان کولی شي د وینا، ښو اخلاقو او نیکو کړنو له لارې، د «جهاد» د لارې او همدارنګه د ټولنیزو رسنیو لکه راډیو، مجلو، کتابونو او نورو هغو وسیلو له لارې چې د ذی‌روح موجوداتو انځورونه پکې نه وي، تبلیغ او دعوت ترسره کړي.

کرېکټ؛جانتن ټراټ له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانټن ټراټ له خپلې دندې استعفا وکړه او له افغان لوبډلې سره یې رسمي مخه ښه وکړه.

ټراټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی و، نږدې درې کاله یې له لوبډلې سره کار وکړ.

د نوموړي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړ او تاریخي بریاوې یې خپلې کړې.

افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره انګلستان او پاکستان ته ماتې ورکړه او د جدول شپږم مقام یې خپل کړ.

همدارنګه په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسېده چې دا د افغانستان لپاره بېساری پرمختګ و.

د ټراټ د روزنې پر مهال افغانستان د استرالیا او نیوزیلنډ په څېر سترو لوبډلو ته هم تاریخي ماتې ورکړه او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې خپل ځواک ثابت کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د ټراټ د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې سترې او تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

ټراټ د خپلې خدای پامانۍ پر مهال ویلي، افغان لوبغاړي ځیرک، زیارکښ او بااستعداده دي او اوس دا وړتیا لري چې د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي وکړي او بریاوې خپلې کړي.