شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهسي‌اېن‌اېن:ایران د خپلو اټومي زېرمو امنیت سخت کړی؛ د یورانیمو ترلاسه کول...

سي‌اېن‌اېن:ایران د خپلو اټومي زېرمو امنیت سخت کړی؛ د یورانیمو ترلاسه کول لا ستونزمن شوي

سي‌اېن‌اېن په يو راپور کې ویلي، د امریکا د استخباراتي معلوماتو پنځو باخبره سرچینو ویلي چې ایران په وروستیو اوونیو کې د ځینو تونلونو په قصدي ویجاړولو او د ننوتلو لارو په ماین‌ښودلو سره د خپلو لوړ غني شویو یورانیمو د زېرمو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د سرچینو په وینا، اوس شاوخوا نیم ټن لوړ غني شویو یورانیمو ته لاسرسی د پخوا په پرتله ډېر ستونزمن او خطرناک شوی دی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوه احتمالي اټومي تړون په اړه خبرې روانې دي.

د راپور له مخې، په دغه تړون کې وړاندیز شوی چې د ایران غني شوي یورانیم امریکا ته وسپارل شي او له منځه یووړل شي؛ خو باخبره سرچینې وایي چې نوي امنیتي استحکامات به د هر ډول احتمالي هوکړې عملي کول او د هغې څارنه لا پېچلې کړي.

د امریکا د ملي اټومي امنیت ادارې د اټومي موادو د لېږد پخواني مشر خبرداری ورکړی چې که دا راپورونه سم وي، نو د لوړ غني شویو یورانیمو بېرته ترلاسه کول به ډېر ستونزمن شي او د موجودو موادو د حقیقي اندازې په اړه به پوښتنې راپورته کړي.

د راپور له مخې، د ایران د یورانیمو ډېره برخه د اصفهان په اټومي مرکز کې ساتل کېږي، او حتی که کومه هوکړه هم وشي، د دغو موادو ایستل به پراخو تخنیکي عملیاتو، ماین‌پاکۍ او مفصلو تخنیکي مذاکراتو ته اړتیا ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here