د پاکستان پوځ ویلي، چې تېره شپه د کراچۍ په ښار کې د پاکستان رېنجرز (سند) پر یوه کمپ وسلهوال برید شوی دی.
د پوځ د اعلامیې له مخې، بریدګرو لومړی د کمپ په اصلي دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته یې د امنیتي کمربند د ماتولو هڅه وکړه؛ خو د رېنجرز ځواکونو درې بریدګر ووژل او یو ټپي بریدګر یې ژوندی ونیوه.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې نیول شوی بریدګر د افغانستان تبعه دی او برید د جماعت الاحرار ډلې له لوري ترسره شوی، چې اسلاماباد یې د هند ملاتړې ډله بولي.
د اعلامیې له مخې، په نښته کې درې پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
پوځ ویلي، په سیمه کې د پلټنې او چاڼ عملیات روان دي او د ترهګرۍ ضد عملیات به د عزم استحکام تر نوم لاندې دوام ولري.
همدارنګه یې ویلي چې د دې برید د عاملانو پر ضد به غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي.
د يادونې ده چې پاکستان هر کله خپل هېواد کې د بريدونو تور د طالبانو پر حکومت لګوي؛ خو د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړې او او ويلي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.