شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهافغان الف لوبډله نن له سریلانکا سره خپله دویمه سیالي کوي

افغان الف لوبډله نن له سریلانکا سره خپله دویمه سیالي کوي

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله نن شنبه د درې اړخیزې سیالۍ په لړ کې له سریلانکا سره مخامخېږي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په ۹ بجو پیل شي.

افغان لوبډلې د سیالیو په لومړي پړاو کې د هند الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ډي‌ایل‌اېس (DLS) قانون له مخې یې د څلورو منډو په توپیر بریا خپله کړه.

اوس افغان لوبغاړي هڅه کوي چې د سریلانکا پر وړاندې هم بریالي شي او په جدول کې خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here