د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران او امریکا خبرې اترې دوه پړاوه دي او که لومړنی تفاهم عملي نه شي، د وروستۍ هوکړې مذاکرات به ترسره نه شي.
هغه زیاته کړې چې د تفاهم له لاسلیک سره به د ایران کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د امریکا سمندري محدودیتونه به کم شي.
نوموړي ویلي، د اټومي پروګرام موضوع وروستۍ هوکړې ته پرېښودل شوې ده.
عراقچي ټینګار کړی چې ایران به د خپلو ملي ګټو په اړه له خپل دریځه شاته نه شي او هغه څه چې د جګړې له لارې نه دي ترلاسه شوي، د مذاکراتو له لارې به هم ترلاسه نه شي.

