چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 78

حنا رباني کهر:د متحده عربي امارات او پاکستان اړیکې پیاوړې دي، د پور بحثونه «احساساتي» دي

0

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر له لوري د پاکستان او متحده عربي امارات ترمنځ د مالي اړیکو په اړه روانو اوازو ته تازه وضاحت ورکړل شوی دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د پور د بېرته ورکولو په تړاو زیات بحثونه تر ډېره احساساتي بڼه لري او د واقعیتونو سم انځور نه وړاندې کوي.

کهر ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یوازې د مالي معاملو پورې محدودې نه دي، بلکې دا اړیکې پر اوږدمهاله همکارۍ، باور او متقابلو ګټو ولاړې دي.

د هغې په وینا، اسلام‌اباد او ابوظبي د کلونو راهیسې یو بل ته د مهمو شریکانو په توګه ګوري.

نوموړې زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د پخو او مسوولو دولتونو په توګه د یو بل پالیسیو او پرېکړو ته درناوی لري، او هر ډول مالي ترتیبات د همدې اصولو له مخې پر مخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پور د بېرته اخیستلو په اړه خپرو شویو راپورونو د پاکستان په کورنیو رسنیو کې اندېښنې راپورته کړې وې، خو چارواکي هڅه کوي دا وضعیت عادي او د دواړو هېوادونو د دوامداره اړیکو برخه وښيي.

خالد حنفي:ځوانانو ته دې د عصري علومو او ټکنالوجۍ د زده‌کړې فرصتونه برابر شي

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر، خالد حنفي ویلي چې ځوانان باید د عصري علومو او ټکنالوجۍ زده‌کړې ته وهڅول شي او په دې برخه کې دې لازم فرصتونه برابر شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې خلک حق لري خپلې ستونزې له حکومت سره شریکې کړي او حکومت مکلف دی چې مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي.

حنفي د دیني زده‌کړو ترڅنګ د عصري علومو پر ارزښت هم ټینګار کړی.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو وروسته افغان نجونې له زده کړو محرومې دي او دوی له حکومت څخه غواړي چې دوی ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

ډونالډ ټرمپ ایران ته:د لس ورځو مهلت درکولو وخت پای ته رسیدلی، ۴۸ساعته پاتي، ګني جهنم ته مو ښکته کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي لار په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې خلاصه نه کړي او یا سیاسي هوکړې ته ونه رسېږي، له سختو پوځي پایلو سره به مخ شي.

ټرمپ لیکلي: “«ایا مو په یاد دي چې ما ایران ته لس ورځې وخت ورکړی و چې یا معامله وکړي او یا هم د هرمز تنګي لار پرانیزي؟ وخت په ختمېدو دی — یوازې ۴۸ ساعته پاتې دي، که نه نو پر هغوی به جهنم راکوز شي.!»

بلخوا ایران د زور له لارې د هرمز تنګي پر پرانیستلو ویلي وو چې د امریکا به دا ارمان پوره نشي، او هر ډول غبرګون ته تیار دی.

مارکو روبیو:د ایران د وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د لور او وریرې اقامت لغوه شو او ژر به ډیپورت شي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې، د ایران د وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د ورېرې حمیده سلیماني افشار او د هغې د لور قانوني اقامت ختم کړی او دواړه دا مهال د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE)
په توقیف کې دي.

روبیو يه خپله ایکس پاڼه ویلي، افشار چې مخکې په امریکا کې د ګرین کارت لرونکې وه، د ایران د رژیم ښکاره ملاتړې وه او پر امریکایانو د بریدونو ملاتړ یې کړی و.

هغه زیاته کړه چې دا ډول کړنې د امریکا له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د نوموړي په وینا، د ډونالډ ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې هېڅ هغه بهرنی وګړی به په امریکا کې د اوسېدو اجازه ونه لري چې د امریکا ضد یا د ترهګرو رژیمونو ملاتړ کوي.

روبیو ویلي، د افشار او د هغې د لور د ایستلو (ډیپورټ) پروسه روانه ده او ډېر ژر به له امریکا وشړل شي.

خیبر پښتونخوا؛بېلابېلو سیمو کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۱۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د رسنیو د راپورونو او د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې (NDMA) له مخې، د مارچ له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شامل دي.

د ورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه هم زیانمن شوي، چې له دې جملې ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نیمه وران شوي دي.

اغېزمنې سیمې بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک دي.

یادې ادارې خبرداری ورکړی چې ورښتونه به تر اپریل ۴مې نېټې دوام وکړي او له خلکو یې غوښتي چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي.

افغانستان کې د ماینونو ګواښ؛یوناما وایي، چې دغه هېواد د مرګ‌ژوبلې له پلوه درېیم مقام کې دی

یوناما وايي، چې افغانستان د ماینونو او ناچاودو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی.

دغه راپور د ملګرو ملتونو له خوا د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی.

یوناما زیاتوي چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان وژل کېږي، چې نږدې ۸۰٪ یې ماشومان دي او نږدې ۹۰٪ پېښې د ناچاودو مهماتو له امله رامنځته کېږي.

همداراز، هالو ټرسټ ویلي چې شاوخوا ۶.۴ میلیونه کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي چې له هرو پنځو کسانو یو په خطرناکو سیمو کې ژوند کوي.

یوناما ټینګار کوي چې د ماین پاکۍ لپاره بېړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا ده.

محمدباقر قالیباف:د ایران پر ضد هر ډول تاوتریخوالی به د امریکا پر ګټو قاطع ځواب ولري

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران پر ضد د تاوتریخوالي زیاتوالی به د سیمې په کچه د امریکا د ګټو پر وړاندې له قاطع او پراخ غبرګون سره مخ شي.

هغه زیاته کړې چې ایران د خپل موجودیت د ساتنې لپاره په سیمه کې د امریکا اډې او ګټې په نښه کړې دي.

قالیباف دا هم ویلي چې دا جګړه د اسرائیل جګړه ده، او نړۍ د همدې جګړې له امله له ناامنۍ او زیانونو سره مخ شوې ده.

عباس عراقچي:پاکستان ته د تګ څخه مو هېڅکله انکار نه دی کړی، امریکايي رسنۍ زموږ دریځ تحریفوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د پاکستان له هڅو څخه ژوره مننه کوي او ټینګار یې کړی چې ایران هېڅکله هم اسلام‌اباد ته د تګ څخه ډډه نه ده کړې.

هغه ویلي چې د دوی لپاره تر ټولو مهمه موضوع د جګړې پای ته رسېدل دي، داسې پای چې هم قطعي وي او هم دوامداره.

عراقچي زیاته کړې چې د امریکا ځینې رسنۍ د ایران دریځ ناسم او تحریفوي.

تر دې مخکې، یو شمېر لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان د چارواکو هغه هڅې چې غوښتل یې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب وکړي، بریالۍ نه شوې، او ادعا یې کړې وه چې ایراني چارواکو اسلام‌اباد ته د خبرو لپاره د تګ څخه انکار کړی و.

عباس عراقچي د وروستیو څرګندونو له مخې، دا راپورونه ناسم بلل شوي او هغه یې رد کړي دي.

حمدالله فطرت:د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې او مالي زیانونه یې اړولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره شپه د ۵.۸ درجې زلزلې له امله په کابل، پنجشیر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.

فطرت د لومړنیو راپورونو له مخې خبر ورکړی چې زلزلې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي، ۴ټپیان شوي، ۵ کورونه په بشپړ ډول او ۳۳ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي، او شاوخوا ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ډېرو بارانونو او سیلابونو له امله هم سلګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوي او ۶۱ تنه وژل شوي دي.

د کابل جلال آباد لویه لار؛د غر ښویېدنې له امله شپږ تنه مسافر وژل شوي

د کابل او جلال آباد ترمنځ د سروبي ولسوالۍ اړوند ورېښمین تنګي سیمه کې پرون د یوه بکسه ډوله موټر پر سر د غره لویه ډبره غورځېدلې.

د پېښې په نتیجه کې شپږ تنه مسافر وژل شوي، او پاتې سپاره ټول ټپیان دي.

د ځایي سرچینو په وینا، د سړک دغه برخه اوس هم د خوندیتوب له پلوه خطرناکه ده.