د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني، د «یووالي او سیاسي ملاتړ» د څرګندولو په موخه د دوحې ښار ته ورسېده، څو د قطر له چارواکو سره په مهمو سیمهییزو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
په دوحه کې د ایټالیا سفارت ویلي، دا د جي-اووه (G7) او جي-شل (G20) له غړو هېوادونو څخه د یوه مشر لومړنی رسمي سفر دی چې د منځني ختیځ د روانې جګړې له پیل وروسته خلیجي سیمې ته ترسره کېږي.
ملوني، چې تر دې وړاندې یې سعودي عربستان ته هم سفر کړی و، په دوحه کې به د وروستیو بریدونو په اړه د قطر ملاتړ څرګند کړي او دغه بریدونه به وغندي.
ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکارۍ، د طبیعي ګازو صادرات، او د جګړې له امله د نړیوالو بازارونو پر ثبات اغېزې د بحث مهم ټکي وي.
دا سفر په داسې حساس وخت کې ترسره کېږي چې د منځني ختیځ جګړه پنځمې اوونۍ ته داخل شوې او اروپايي هېوادونه، په ځانګړې توګه ایټالیا، د انرژۍ د احتمالي کمښت او د اکمالاتي لارو د ګډوډۍ له خطر سره مخ دي.
د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، هغه انګېرنه چې ګواکې پاکستان د سیمې یو نهجلا کېدونکی ستراتیژیک ځواک دی، په چټکۍ سره له منځه تللې ده.
د نوموړي په وینا، متحده عربي امارات او سعودي عربستان له پاکستانه خپل پورونه بېرته غواړي، چې دا کار د اسلاماباد پر سیاستونو د دوی د بېباورۍ او نارضایتۍ ښکاره نښه بلل کېږي.
فضلي زیاتوي چې ایران هم د امریکا سره د منځګړیتوب لپاره د پاکستان وړاندیز رد کړی او اسلاماباد ته په شک ګوري، ځکه داسې انګېرل کېږي چې دا به د امریکا احتمالي دام وي.
هغه ټینګار کوي چې پاکستان نه کافي وړتیا لري او نه هم اعتبار، چې په دې کچه حساسو ډیپلوماتیکو مسایلو کې رول ولوبوي.
د هغه په خبره، د پاکستان حکومت اوس دې ته اړ شوی چې پر کورنیو ستونزو، لکه د سون توکو د بیو پر کنټرول، تمرکز وکړي.
د فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د متحده ایالات له لوري د ۴۸ ساعته اوربند وړاندیز رد کړی دی.
د راپور له مخې، دا وړاندیز د ایران د یوه دوست هېواد له لارې د تېرې چهارشنبې په ورځ وړاندې شوی و، خو تهران هغه د منلو وړ ونه باله.
بلخوا، وال سټریټ ژورنال هم راپور ورکړی چې ایران په اسلاماباد کې له امریکا سره د احتمالي مذاکراتو وړاندیز هم رد کړی او د خبرو لپاره وړاندې شوي شرایط یې د نه منلو بللي دي.
ایراني چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا ګام د سیمې د روانو ترینګلتیاوو د دوام نښه بلل کېږي.
په ډېرو نظامي الوتکو کې، د امریکا د هوايي ځواک په ګډون، یو حیاتي او لږ پېژندل شوی سیستم شته چې د سقوط وروسته د پيلوټ ژوند ژغورلی شي؛ دا یو وړوکی ټرانسمیټر (فرستونکی) دی چې URT-46 نومېږي.
کله چې یو نظامي پيلوټ په بېړني حالت کې له الوتکې څخه د اجکت (وتلو) ته اړ شي، موضوع یوازې له الوتکې وتل نه دي؛ بلکې له همدې شېبې څخه د هغه د موندلو او ژغورلو لپاره یو دقیق او له مخکې پلان شوی بهیر پیلېږي.
په دې بهیر کې تر ټولو مهمه وسیله همدا URT-46 ده، چې عموماً د اجکت پر څوکۍ یا د پاراشوټ (چتر) سره نصب وي.
د اجکت په وخت کې، دا فرستونکی په ډېرو مواردو کې په اتومات ډول فعالېږي. دا ځانګړتیا ډېره مهمه ده، ځکه کېدای شي پيلوټ د ټپونو له امله ونه شي کولای چې دا سیستم په لاس فعال کړي.
په داسې حالت کې، URT-46 پرته له انساني مداخلې د اضطراري سیګنال لېږل پیلوي.
دغه سیګنال د 406 مېګاهرتز په فریکونسۍ خپرېږي، چې د نړیوال لټون او ژغورنې سیستم COSPAS-SARSAT له خوا څارل کېږي.
د کار طریقه داسې ده چې دا سیګنال سپوږمکۍ (ماهوارې) ترلاسه کوي، او د پيلوټ موقعیت کله ناکله یوازې په څو دقیقو کې معلومېږي او د ژغورنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.
دا معنا لري چې حتی که الوتکه په لرې یا جنګي سیمو کې ولوېږي، د پيلوټ د موندلو چانس ډېر لوړ وي.
خو موضوع یوازې دلته نه ختمېږي.
پيلوټان معمولاً له یو پرمختللي مخابراتي سیستم سره هم سمبال وي چې CSEL نومېږي.
دا وسیله نه یوازې موقعیت لېږي، بلکې د خوندي او کوډشوي اړیکو امکان هم برابروي.
پيلوټ کولای شي له دې لارې غږیز یا متني پیغامونه واستوي، خپل GPS موقعیت تازه کړي او مستقیم له ژغورنې ټیمونو سره اړیکه ونیسي.
په ټوله کې، د دغو ټکنالوژیو ګډ کار دا سبب شوی چې په معاصرو عملیاتو کې د پيلوټ ژغورنه نور په بخت پورې تړلې نه وي.
د اجکت له لومړۍ شېبې څخه، د فرستونکي، سپوږمکیو او ژغورنې ټیمونو یوه همغږې شبکه فعالېږي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې پيلوټ حتی په تر ټولو سختو شرایطو کې هم ورک نه شي او په لنډ وخت کې وموندل شي.