یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeافغانستانپه پېښور کې د P1 او P2 افغان کډوالو غوښتنه؛امریکا دې د...

په پېښور کې د P1 او P2 افغان کډوالو غوښتنه؛امریکا دې د پاکستان نه د دوی د جبري ایستلو مخه ونیسي

په پاکستان کې مېشت د امریکا د کډوالۍ پروګرامونو (P1 او P2) افغان پناه غوښتونکي او د هغوی د کورنیو غړي د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې په یوه پټه غونډه کې راټول شوي او د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د احتمالي جبري ایستلو پر ضد یې خپل غږ پورته کړی.

ګډونوالو ویلي، د امنیتي اندېښنو او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ونه شو کولای غونډه په عامه ځای کې ترسره کړي، خو د نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو په ګډون یې په سوله‌ییز ډول د ساتنې او بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.

دوی خبرداری ورکړی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۶ کال د جولای ۱۰مې د ایستلو وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له امله یې د P1 او P2 افغان غوښتونکو ترمنځ پراخه وېره خپره شوې ده.

د ګډونوالو په وینا، افغانستان ته جبري ستنېدل به د ډېرو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

افغان غوښتونکو د امریکا حکومت، کانګرس او د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره ژر تر ژره خبرې وکړي، د جبري ایستلو بهیر ودروي او د P1 او P2 کډوالۍ دوسیو د ارزونې او لېږد بهیر بېرته پیل او چټک کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here