چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 77

امیرخان متقي:د افغانستان له لارې سیمه‌ییز اتصال د حکومت اقتصادي لومړیتوب دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، چې د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي اسیا نښلول د حکومت له مهمو اقتصادي لومړیتوبونو څخه دي.

هغه دا څرګندونې د «افغانستان – مرکزي اسیا مشورتي غونډې» پر مهال وکړې، چې په کې د سیمې د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

متقي زیاته کړې، چې حکومت یې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي پراختیا لپاره پر لویو پروژو تمرکز کړی، په ځانګړي ډول د ټاپي ګازو پروژه.

هغه ټینګار کړی، چې د دغو پروژو پلي کېدل نه یوازې د افغانستان لپاره اقتصادي ګټې لري، بلکې د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي او د انرژۍ د انتقال په برخه کې به مهم بدلونونه راولي.

د یادونې ده چې تر دې دمه د ټاپي پروژې د ګازو د نل‌لیکې ۲۵ کیلومتره برخه بشپړه شوې او شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره نوره د غځولو لپاره چمتو ده.

فارس خبري اژانس:د دښمن د سون‌توکو رسولو الوتکه چې د ورک شوي امریکایي افسر د ژغورلو په لټه وه، اصفهان کې رانسکوره شوه

0

د ایران فارس خبري اژانس ادعا کړې چې د امریکا یوه د سون‌توکو رسولو C-130 Hercules الوتکه د اصفهان ولایت کې د پولیسو د ځانګړې ډلې له خوا له منځه وړل شوې ده.

د راپور له مخې، الوتکه د «مقدسې خاورې پر ضد د شیطاني یرغلګرو ته د سون‌توکو رسولو» په ماموریت کې وه او د ورک شوي امریکايي افسر د ژغورنې د عملیاتو پر مهال هدف ګرځېدلې ده.

امریکا تر اوسه د دې ادعا په اړه هېڅ رسمي تأیید نه دی کړی.

شیخ هبت‌الله:له رسمي او اداري اسنادو څخه دې بهرني اصطلاحات لرې کړل شي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، امر کړی چې یوه ګډه کمیټه دې جوړه شي ترڅو د رسمي او اداري اسنادو څخه بهرني اصطلاحات لیرې کړل شي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په خپاره شوې فرمان کې ویل شوي چې دې کمیټې کې به د پوهنې، لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو استازي، د علومو اکاډمي او د اداري چارو دفتر شامل وي.

د عدلیې وزارت به د دې کمیټې مشري وکړي.

په څلور ماده‌یي فرمان کې راغلي چې ټولې حکومتي ادارې باید هغه بهرني اصطلاحات چې په رسمي اسنادو کې کارول شوي راټول کړي او د مناسب بدیل وړاندیزونه کمیټې ته وړاندې کړي.

کمیټه به د وړاندیزونو ارزونه او انتخاب وکړي، او وروستی تایید به شیخ هبت‌الله ته وړاندې شي.

د سپوږمکۍ د انځور اخیستونکي شرکت؛د ایران او منځني ختیځ د جګړې د انځورونو خپرول محدود کړل

0

د سپوږمکۍ د انځورونو اخیستونکي شرکت «پلانیټ لبز» اعلان کړی چې د امریکا د حکومت په غوښتنه به د ایران او منځني ختیځ د جګړې انځورونه یوازې په محدود ډول خپروي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دا پرېکړه د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د روانې شخړې پر مهال شوې ده.

د امریکا حکومت له ټولو هغو شرکتونو غوښتي چې د سپوږمکۍ انځورونه وړاندې کوي، د دې انځورونو خپرول د نامعلوم وخت لپاره ودروي.

پلانیټ لبز ویلي چې پخواني محدودیتونه دوام لري؛ مخکې به د سیمې انځورونه په ۱۴ ورځو ځنډ خپرېدل ترڅو دښمنان یې ونه کاروي؛ خو په ضروري او حساسو مواردو کې به انځورونه ځانګړو کاروونکو ته ورکول کېږي، په ځانګړي ډول د عامه ګټو یا حیاتي ماموریتونو لپاره.

کارپوهان وایي چې د سپوږمکۍ انځورونه په جګړو کې د هدفونو په پېژندنه کې مهم رول لري او خبریالان او څېړونکي هم د لرې پرتو سیمو د څېړنې لپاره له دې انځورونو ګټه اخلي.

د طالبانو حکومت، د بهرنیو چارو وزارت:د افغانستان، مرکزي اسیا مشورتي خبرې پیل شوې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د «افغانستان–مرکزي اسیا مشورتي خبرو» غونډه پیل شوې ده.

د وزارت په وینا، دغه غونډه د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي په مشرۍ ترسره کېږي او پکې د افغانستان او د مرکزي اسیا د هېوادونو لوړپوړي استازي ګډون لري.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې خبرو کې به پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث وشي.

د دوی په خبره، سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ پراختیا، ترانزیټي اسانتیا او ګډې امنیتي ننګونې هم د اجنډا مهمې برخې دي.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ د پام بونډي له ګوښه کولو وروسته د کابینې پر بدلون غور کوي

0

رویټرز سپینه ماڼۍ کې د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوی څارنوال پام بونډي د ګوښه کولو وروسته د خپلې کابینې پر کچه د بدلونونو پر غور بوخت دی.

تر دې دمه لا روښانه نه ده چې د کابینې کوم غړي به په نږدې راتلونکې کې له خپلو دندو ګوښه شي، خو ځینې لوړپوړي چارواکي د دندو له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دي.

ځینو سرچینو ویلي، د ملي استخباراتو مشره تولسي ګبرد او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک هغه کسان دي چې احتمال لري د ټرمپ د راتلونکو بدلونونو تر پوښښ لاندې راشي.

دغه راپور زیاتوي چې د پام بونډي د ګوښه کولو وروسته د سپینې ماڼۍ دننه فضا لا پسې حساسه شوې او د کابینې بدلونونه ښايي د ټرمپ د پالیسۍ په لور یو مهم سیاسي ګام وي.

د هند د نفتو وزارت:له اوو کلونو ځنډ وروسته مو له ایرانه تېل وپېرل

0

د هند د نفتو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د اوو کلونو وروسته، د منځني ختیځ د انرژۍ د ستونزو په شرایطو کې، له ایرانه تېل پېرلي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې هند د ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا د فشارونو له امله د ایران تېلو ته لاسرسی نه درلود؛ خو د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ستونزو د انرژۍ پر تأمین اغېز کړی و.

د هند چارواکو ویلي چې د چاڼ‌خونې توانېدلي د خامو تېلو اړتیاوې پوره کړي، او د ایران د تېلو د پیسو ورکولو برخه کې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

همدارنګه، هند شاوخوا ۴۴ زره ټنه مایع ګاز (LPG) هم له ایرانه وارد کړی چې اوس د مانګالور بندر ته رسېدلی او د تخلیې په حال کې دی.

هندي چارواکو ویلي چې د راتلونکو میاشتو لپاره د خامو تېلو بشپړ ظرفیت هم برابر شوی دی.

هند له ۴۰ څخه ډېرو هېوادونو تېل واردوي او سوداګریز شرکتونه د خپلو شرایطو له مخې د بېلابېلو سرچینو څخه تېل اخلي.

کابل کې د ایران سفارت:افغانستان کې د سېلابونو له کبله د افغانانو په مرګ ژوبلې خواشینې یو

په کابل کې د ایران سفارت د یوې اعلامیې له لارې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د افغانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې سفارت د قربانیانو له کورنیو او ټولو هغو کسانو سره چې د دې طبیعي پېښې له امله زیانمن شوي، خپل همدردي څرګندوي او د ټپيانو لپاره د ژر روغتیا هیله لري.

د افغانستان د ملي بېړنیو پېښو د مدیریت ادارې پرون وویل چې په تېرو لسو ورځو کې د بارانونو له امله په هېواد کې ۷۷ تنه مړه او ۱۳۷ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې دغه سیلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

حمدالله فطرت:د پاکستان د پوځي رژیم په وروستیو بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي او پراخ مالي زیانونه اوښتي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د وروستیو جنګي جنایتونو پر مهال ملکي خلکو ته درانه تلفات او مالي زیانونه اوښتي دي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي چې په دې موده کې ۱۱۴۰ کورونه ویجاړ شوي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې، ۳ کلینیکونه او ۲۵۶ دوکانونه هم تخریب شوي دي.

نوموړي ویلي چې همدارنګه ۴۲ موټرونه او ۶۶۱ څاروي له منځه تللي دي.

د فطرت په وینا، په دغو عملیاتو کې ۲۵۶ نور عامه او خصوصي تاسیسات هم زیانمن شوي او شاوخوا ۲۷۴۰۷ کورنۍ د بمبارونو له امله بې‌ځایه شوې دي.

د فطرت په خبره، پاکستان په افغانستان ۱۴۹۷۳ هاوانونه او توپونه را ویشتي دي.

ډونالډ ټرمپ:په ایران کې د غورځېدلې الوتکې دویم غړی په زړورو عملیاتو کې ژغورل شوی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا پوځ د F-15 جنګي الوتکې د عملې دویم غړی په یوه زړور ژغورنیز عملیات کې له ایران څخه راایستلی دی.

ټرمپ په یوه پیغام کې ویلي چې دغه پوځي افسر، چې یو درناوی شوی ډګروال دی، د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن تر شا پاتې شوی و، خو د پراخو عملیاتو او هوايي پوښښ په مرسته په خوندي ډول ژغورل شوی دی.

د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې لسګونه الوتکو برخه اخیستې وه چې پر پرمختللو او مرګونو وسلو سمبالې وې، او یاد افسر سره له ټپي کېدو اوس په ښه وضعیت کې دی.

ټرمپ دا هم زیاته کړې چې تر دې وړاندې یو بل پیلوټ هم په جلا عملیاتو کې ژغورل شوی و، خو د دویم عملیات د خوندیتوب لپاره دا خبر نه و خپور شوی.

هغه ټینګار کړی چې دا لومړی ځل دی چې دوه امریکایي پیلوټان د دښمن په خاوره کې په جلا جلا عملیاتو کې ژغورل کېږي.

نوموړي ویلي چې دواړه عملیات پرته له دې چې امریکایي ځواکونو ته تلفات واوړي، بریالي ترسره شوي او دا یې د ایران پر فضا د امریکا د بشپړې هوايي برترۍ نښه بللې.