چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeافغانستاناوچا: افغانستان راتلونکو څلورو میاشتو کې د خوارځواکۍ له سختې څپې سره...

اوچا: افغانستان راتلونکو څلورو میاشتو کې د خوارځواکۍ له سختې څپې سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د خوراځواکۍ له خطرناکې څپې سره مخ دی.

اوچا وایي، ټاکل شوې چې په روانې جولای میاشت کې د خوارځواکۍ څپې پیل شي او لږ تر لږه له درېیو تر څلورو میاشتو پورې دوام وکړي. په وینا یې دا به د هېواد له وړاندې خراب تغذیوي وضعیت لا پسې کړکېچن کړي، که د مخنیوي او ژوند ژغورونکو تغذیوي خدمتونو پراختیا لپاره بېړنی اقدام ونه شي، د ۲۰۲۶ کال په پاتې موده کې به د تغذیې وضعیت نور هم خراب شي.

د اوچا راپور ښیي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده او حتی دا کړکېچ له اټکل شوې مودې (جولای – سپټمبر میاشتو) له پیل مخکې رامنځته شوی.

د راپور له مخې هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، ارزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر هغه ۱۲ ولایتونه چې د خوارځواکۍ له جدي کچې سره مخ دي.

اوچا زیاتوي چې د دې بحران مهم لاملونه د ماشومانو ناسمه تغذیه، د مور شیدو ورکولو ناسمې طریقې، د خوړو ناخوندیتوب، د ناروغیو زیاتوالی او پاکو اوبو، روغتیايي او تغذیوي خدماتو ته محدود لاسرسی دی.

راپور دا هم ښيي چې نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمر یې له شپږو میاشتو کم دی، د سختې خوارځواکۍ او طبي پیچلتیاوو له امله روغتونونو ته وړل کېږي. همدارنګه تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د شدیدې او منځنۍ خوارځواکۍ لویه برخه جوړوي.

د اوچا د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ شي چې له دې ډلې نږدې ۹۴۲ زره یې د شدیدې خوارځواکۍ پېښې دي. همدارنګه شاوخوا ۱.۲ میلیونه میندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې د وضعیت د ښه کولو لپاره بېړنۍ او پراخه مرسته وکړي، څو د یوه لوی انساني بحران مخه ونیول شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here