د خېبر پښتونخوا ایالت د مردان ولسوالۍ د کاټلنګ سړک ته څېرمه د پاکستان د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه نسکوره شوې ده.
د ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د الوتکې دوه پیلوټان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، د پېښې له ځایه ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل نه دی څرګند شوی، خو اړوندې ادارې وايي چې دوی د تخنیکي ستونزې یا نورو احتمالي عواملو د معلومولو لپاره څېړنې کوي.

