د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د ستونزو د حل لپاره د شوې هوکړې هرکلی وکړ.
حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي پیغام کې زیاته کړې چې دا هوکړه د دواړو هېوادونو، سیمې او نړۍ په ګټه ده او کولی شي د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي د سیمې او نړۍ سوله او ثبات حیاتي بللي او ویلي یې دي چې حکومتونه د دې ارزښتونو د ساتنې مسؤلیت لري.
کرزي همداراز د پاکستان او قطر په ګډون د هغو هېوادونو د ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې چې د دې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره یې کار کړی دی.
پخواني ولسمشر هیله څرګنده کړې چې دا بهیر به بریالی شي او هڅې به تر هغې دوام وکړي چې دوامداره سوله او نړیوال امنیت تأمین شي.

