یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeافغانستانسراج الدين حقاني:په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مناسب...

سراج الدين حقاني:په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره مناسب امنیتي شرایط برابر شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ختیځې مدیترانې د سیمه‌ییز دفتر له مشرې، ډاکټر حنان بلخي، او مل پلاوي سره د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې غونډه کې د سعودي عربستان د پاچا محمد بن سلمان د بشري مرستو او مرستندویو چارو مرکز استازي، د یونیسف د سیمه‌ییز دفتر مشر او همدارنګه د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون کړی و.

د لیدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د روغتیايي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د پولیو ضد واکسین د پروګرامونو د لا اغېزمن تطبیق په اړه بحث وشو.

خلیفه سراج‌الدین حقاني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

هغه وویل، اوس په افغانستان کې د امنیت له پلوه داسې شرایط رامنځته شوي چې روغتیايي ادارې کولی شي خپلې چارې په پراخه کچه ترسره کړي.

هغه زیاته کړه، افغانان لا هم د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او روغتیايي خدمتونه د بشري مرستو مهمه برخه جوړوي، نو ځکه اړتیا ده چې په دې برخه کې ګډې هڅې او همکارۍ زیاتې شي او د دغو خدمتونو په وړاندې کولو کې سیاسي ملاحظات خنډ نه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here