دوشنبه, جون 15, 2026
Homeکورپاڼهاروپایي ټولنه: د امریکا او ایران هوکړه دې زر عملي شي؛ د...

اروپایي ټولنه: د امریکا او ایران هوکړه دې زر عملي شي؛ د هرمز تنګی باید سمدستي پرانیستل شي

د اروپایي ټولنې مشرې اورسولا فون ډر لاین د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید د دې تړون د چټک او بشپړ عملي کېدو لپاره ګامونه پورته کړي.

هغې ویلي، دا هوکړه باید د هرمز ستراتیژیک تنګي د سمدستي بیا پرانیستل کېدو لامل شي او د نړیوالو بېړیو د تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي، ځکه دا کار د سیمه‌ ییز ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري.

فون ډر لاین ټینګار کړی چې باید د ایران اټومي او بالستیک پروګرامونه او په سیمه کې د تهران بې‌ ثباته کوونکي فعالیتونه هم پای ته ورسیږي.

د اروپایي ټولنې مشرې همداراز ویلي چې دا پرمختګ په منځني ختیځ کې د سولې او امنیت په اړه د پراخو مذاکراتو لپاره نوی فرصت برابروي او په وینا یې د لبنان جګړه هم باید پای ته ورسېږي او د دغه هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

نوموړې وړاندې زیاته کړې، وروستيو کړکېچونو وښودله چې د انرژۍ پر محدودو لارو تکیه خطرناکه ده او اروپا به د هرمز تنګي پر ځای به د بدیلو سوداګریزې او صادراتي لارو پر رامنځته کولو غور وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here