د بلخ ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو نویو زېږېدلو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي.
روغتیايي چارواکي وایي چې د مور او ټولو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه او د ډاډ وړ دی، او تر طبي څارنې لاندې ساتل کېږي.
د ماشومانو پلار عبدالله الوزي له خیریه بنسټونو، مرستندویه ادارو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې د خپلو پنځو ماشومانو د پالنې، روزنې او لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

