سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 68

اتحاد هوايي شرکت:د کابل–ابوظبي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیلوو

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او ابوظبي ترمنځ به خپلې الوتنې لا ډېرې کړي او د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍ نېټې څخه به دا مسیر هره ورځ فعال وي.

د شرکت په وینا، د دې پرېکړې اصلي لامل د مسافرو د غوښتنې زیاتوالی دی.

دا بدلون یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه راځي چې اتحاد په لومړي ځل د مارچ په ۲۰مه په دې مسیر کې په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.

چارواکي وایي، د ورځنیو الوتنو په پیل سره به مسافر وکولای شي له کابل او ابوظبي څخه نورو مهمو نړیوالو ښارونو ته په اسانه او له لږ ځنډ سره سفر وکړي.

همداراز، ویل کیږي چې دا نوې اسانتیا به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.

اتحاد زیاته کړې چې د الوتنو زیاتوالی په داسې وخت کې کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان وګړو شمېر د پام وړ دی، او دا اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.

محمد باقر قالیباف:اوربند د امریکا د تعهداتو پورې تړلی دی، که یې ژمنې ماتې کړې، موږ پوهېږو چې څه وکړو

0

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، خبرداری ورکړی چې که امریکا د خپلو ژمنو سرغړونه ونه دروي، تهران تیار دی چې اوربند ته د پای ټکی کیږدي او خپل ځواک وکاروي.

قالیباف وویل: « زموږ خلک او پوځي ځواک د هر احتمالي حالت لپاره بشپړه آمادګي لري.»

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اخیرني شرط په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل چې تهران د هغه د فشارونو لاندې مذاکره ونه کړه.

قالیباف زیاته کړه: «ټرمپ مجبور شو چې د خپل کورني بازار د کنټرول لپاره په دروغو د ایران سره د مذاکرې خبرې وکړي او خپل اولتیماتوم درې ځله وغځوي.»

ډونالډ ټرمپ:د ایران سره د سولې تړون ممکن دی؛ خو نه رسیدل به ورته «دردناک» وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له چارواکو سره د احتمالي سولې د تړون په اړه وویل: «زه ډېر خوش‌بین یم چې دا تړون په لاس کې دی، خو که توافق ونه شي، پایلې به ډېرې دردناکې وي.»

ټرمپ زیاته کړه چې د ایران مشران په خبرو اترو کې ډېر توپیر لري له هغه څه چې رسنیو ته یې څرګندوي.

هغه وویل: « د ایران مشران په غونډه کې ډېرې متفاوتې خبرې کوي؛ له هغه وخت نه چې د رسنیو سره خبرې کوي.»

هغه همداراز ټینګار وکړ چې ایران به په هغو ټولو مسایلو موافقه وکړي چې لازمي دي: «هغوی به له ټولو هغو مواردو سره موافقه وکړي چې باید یې وکړي. په یاد ولرئ، دوی مات شوي دي. هیڅ پوځي ځواک نه لري.»

عباس عراقچي:سیمه‌ییز اوربند د بنیامین نتنیاهو پر سیاسي راتلونکي اغېز لري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اسرائیلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د هغه د جنايي محاکمې بیا پیل به سیاسي راتلونکی تر پوښتنې لاندې راولي.

عراقچي ټینګار کړی چې که په سیمه، په ځانګړي ډول لبنان کې، پراخ اوربند ټینګ شي، دا به د نتنیاهو د احتمالي زنداني کېدو بهیر چټک کړي.

نوموړي همداراز امریکا ته خبرداری ورکړی چې که د نتنیاهو د سیاستونو ملاتړ وکړي او ډیپلوماسي زیانمنه کړي، نو دا به د واشنګټن لپاره اقتصادي زیانونه ولري، خو ایران د هر ډول سناریو لپاره چمتو دی.

بنیامین نتنیاهو:غواړو له لبنان سره مستقیمې خبرې پیل کړو؛ خو اصلي اجنډا به د حزب‌الله بې وسلې کول وي

0

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، هېواد یې چمتو دی له لبنان سره ژر تر ژره مستقیمې خبرې پیل کړي.

په خبرپاڼه کې د نتنیاهو له قوله ویل شوي، دا پرېکړه د لبنان له‌خوا د پرله‌پسې غوښتنو وروسته شوې او مذاکرات به د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوله‌ییزو اړیکو پر ټینګښت راڅرخي.

هغه همداراز د لبنان د لومړي وزیر وروستۍ غوښتنه مهمه بللې چې پکې د بیروت د بې‌وسلې کولو خبره شوې، او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مثبت ګام ګڼلی دی.

روسیه:د ایران د غني شوي یورانیمو د ستونزې حل ته چمتو یو

0

د روسیې دولتي اټومي شرکت روس‌اتم اعلان کړی چې مسکو لا هم چمتو دی چې د ایران د لوړ غني شوي یورانیم د ستونزې په حل کې عملي رول ولوبوي.

د دې شرکت مشر الکسی لیخاچف وایي، که تهران رضایت ورکړي، روسیه کولی شي د یورانیم انتقال او د غني‌کېدو کچه راکمه کړي، او په بدل کې ایران ته طبیعي یورانیم یا نور امتیازات ورکړي.

روسیې مخکې هم د ایران د غني شوي یورانیمو په انتقال کې رول لوبولی و، چې د برجام پر مهال یې شاوخوا ۲۵ زره پونډه (له ۱۱ زره ۳۰۰ کیلوګرامو څخه زیات) د ایران غني شوی یورانیم روسیې ته ولېږدول شول.

دا وړاندیز په داسې حال کې تازه کېږي چې تهران د غني کولو محدودیتونه رد کړي او واشنګټن بیا د هر احتمالي توافق لپاره د غني‌کېدو بندول اساسي شرط بولي، چې دا چاره د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو ژوروالی ښيي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:ډاکټر محمدنعیم د اسیا پراختیایي بانک له مشر سره د همکاریو د پراختیا په اړه وکتل

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمدنعیم د اسیا پراختیایي بانک له نوي مشر فوجیتمن لوک سره لیدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ډاکټر محمدنعیم د اسیا پراختیایي بانک له مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې «اسلامي امارت» د خلکو د ګټو لپاره د مرستندویه بنسټونو ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د کاري فرصتونو رامنځته کول مهم ګڼي.

بل لور ته، د اسیا پراختیایي بانک استازي فوجیتمن لوک د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړي او د مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

اروپایي ټولنه:د لبنان جګړه د امریکا او ایران اوربند له خطر سره مخ کوي

0

د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د اوربند پر مهال پر لبنان د اسرائیل لخوا د بریدونو په تړاو اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې که دغه بریدونه ونه درېږي، د واشنګټن او تهران ترمنځ شوی اوربند به هم له خطر سره مخ شي.

همداراز بریتانیا غوښتنه کړې چې لبنان دې بې له ځنډه د اوربند په چوکاټ کې شامل شي، څو د جګړې لمن نوره پراخه نه شي.

راپورونه ښيي چې د اسرائیلو وروستیو هوايي بریدونو په لبنان کې درانه تلفات اړولي او له ۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي، چې دا پېښه د نړیوالې ټولنې له پراخې غندنې سره مخ شوې ده.

په تهران کې چارواکو دغه بریدونه د اوربند ښکاره نقض بللی، خو واشنګټن ټینګار کوي چې د لبنان موضوع د دوی او ایران ترمنځ د هوکړې برخه نه وه.

په همدې حال کې، د دواړو لورو ترمنځ پر جزئیاتو اختلافات زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران پر شوې هوکړه عمل ونه کړي، امریکايي ځواکونه په سیمه کې د احتمالي اقدام لپاره چمتو کېږي.

ایران:د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې تر ۳ زره ډېر کسان وژل شوي

0

د ایران د عدلي طب سازمان مشر، عباس مسجدی، ویلي چې د اسرائیل او امریکا په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له درې زرو اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د بریدونو د شدت او کارول شویو وسلو له امله د نږدې ۴۰ سلنه وژل شویو جسدونه د پېژندنې وړ نه دي پاتې شوي.

د هغه په وینا، دا وضعیت د قربانیانو د هویت معلومولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

مسجدي ویلي، سره له دې، د عدلي طب ادارې هڅې روانې دي څو د وژل شویو هویت تثبیت کړي او جسدونه یې خپلو کورنیو ته وسپاري.

د هوا پېژندنې ریاست:د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د شدید باران، تندر، باد او سیلابونو راوتلو امکان شته

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی چې په راتلونکې یوه ورځ کې په ۲۶ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تندر، تیزو بادونو او ناڅاپي سیلابونو امکان شته.

د خبرپاڼې له مخې، دا وضعیت په فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، قندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، بامیان، غزني، میدان‌وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننگرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو کې تمه کېږي.

د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ میلی‌مترو پورې کیدای شي.

همدارنګه، په مرکزي، سویل او لوېدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو سرعت د ساعت په هر کیلومتر کې د ۵۰ څخه تر ۷۵ پورې تمه کېږي.

د خبرپاڼې په وینا، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې باران امکان هم شته.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ویلي چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله شاوخوا ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.