د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې له دې وروسته به په افغانستان کې هغو موټرو ته چې سټیرنګ یې د موټر ښي لوري ته وي، په هېڅ ډول د نمبر پلېټونو ورکولو اجازه ورنه کړل شي.
د نوموړي په وینا، هغه خلاف لاس موټر چې پخوا په ځانګړو شرایطو د کابل ښار د تګ راتګ اجازه ترلاسه کړې وه، اوس به هم له کابل څخه وایستل شي.
قانع زیاته کړې چې د موټرو د سټیرنګ د بدلون په اړه د اړوندو دولتي ادارو ترمنځ مشورې او خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او نه هم عملي شوې ده.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې د خلاف لاس موټرو د قانوني وضعیت او د هغوی د فعالیتونو په اړه له مودې راهیسې بحثونه روان وو.

