شنبه, جولای 4, 2026
Homeافغانستاند ايران د بشري حقونو سازمان:د تهران په دوو زندانونو کې درې...

د ايران د بشري حقونو سازمان:د تهران په دوو زندانونو کې درې افغان بندیان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د دغه هېواد په یزد او شیراز زندانونو کې درې افغان بندیان اعدام شوي دي.

د سازمان د راپور له مخې، اعدام شوي کسان نورجلال مجاهد، میرویس خلیل‌زادي او ابراهیم احمدشاهي دي. ویل شوي چې نورجلال مجاهد د یزد په مرکزي زندان، او میرویس خلیل‌زادي او ابراهیم احمدشاهي د شیراز په زندان کې اعدام شوي دي.

د راپور پر بنسټ، نورجلال مجاهد د بادغیس، میرویس خلیل‌زادي د ننګرهار او ابراهیم احمدشاهي د خوست ولایت اوسېدونکي وو. لومړني دوه کسان شاوخوا دوه کاله وړاندې او درېیم کس یو کال مخکې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او وروسته د ایران محکمو د اعدام سزا پرې اورولې وه.

د بشري حقونو سازمان زیاته کړې چې له دغو افغانانو سره یوځای د یزد په مرکزي زندان کې څلور ایراني بندیان هم د قتل او نشه‌یي توکو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي، چې دوه یې بلوڅان وو.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو اعدامونو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ایران د غبرګولي په میاشت کې یو بل ۷۰ کلن افغان بندي، همایون نورزی، د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here