پاکستاني چارواکي وایي، دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۱۶۰ امنیتي بریدونو سره مخ شوی چې د تېرو دوو لسیزو په موده کې د کال په لومړۍ نیمایي کې تر ټولو لوړه شمېره ګڼل کېږي.
د دوی په وینا، د روان کال د جون تر ۱۵مې پورې ۱۸۶۱ کسان چې «ترهګر» بلل شوي، وژل شوي دي چې له دې ډلې تر ۸۰۰ ډېر کسان له افغانستان سره د پولې هاخوا د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له افغانستان سره پر پولو پرتې ولسوالۍ د ناامنۍ تر ټولو زیاتې اغېزمنې سیمې دي.
د پاکستاني چارواکو له لوري ورکړل معلومات ښيي چې د پاکستان د شمال لوېدیځو او سوېل لوېدیځو سرحدي سیمو سربېره، د دغه هېواد په لېرې شمالي برخو کې هم امنیتي ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه لسیزو کې په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د بریدونو شمېر تر ټولو لوړ و او هغه مهال شاوخوا ۳۲۰۰ بریدونه ثبت شوي وو.

