شنبه, جولای 4, 2026
Homeکورپاڼهپاپ لیو:امریکا دې د خپلواکۍ د اعلامیې ارزښتونو ته وفاداره پاتې شي

پاپ لیو:امریکا دې د خپلواکۍ د اعلامیې ارزښتونو ته وفاداره پاتې شي

د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ لیو د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د نمانځنې په مناسبت په خپلې لومړنۍ مهمې وینا کې ويلي، دغه هېواد باید د خپلواکۍ په اعلامیه کې له راغلو ارزښتونو سره وفادار پاتې شي او د کډوالو د هرکلي تاریخي دود وساتي.

پاپ لیو د جمعې په ورځ د واتیکان له لارې د امریکا د فلاډلفیا ښار د اساسي قانون ملي مرکز ته د ویډیويي اړیکې له لارې خبرې وکړې.

نوموړي ته د «ازادۍ مډال» هم ورکړل شو.

هغه وویل، د امریکا نوم د نړۍ په کچه د آزادۍ له مفهوم سره تړل شوی، ځکه دغه هېواد د خپل تاریخ په اوږدو کې میلیونونو کډوالو ته د پناه او نوي ژوند فرصت ورکړی دی.

پاپ هیله څرګنده کړه چې د امریکا بنسټ اېښودونکو له لوري مطرح شوي اصول، لکه یووالی، عدالت او سوله، به د هېواد د راتلونکي مسیر لارښود پاتې شي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې امریکا د خپل تاسیس ۲۵۰مه کلیزه لمانځي.

نوموړي وویل: «دا تاریخي کلیزه موږ ته فرصت راکوي چې د امریکا د بنسټیزو اصولو په اړه یو ځل بیا فکر وکړو، څو دغه هېواد تل هغه خوب ته وفادار پاتې شي چې د آزادو خلکو د خاورې او د زړورو کور لقب یې ورته ورکړی دی.»

پاپ لیو، چې د امریکا تابعیت هم لري، تر دې وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر سیاستونو نیوکه کړې او هغه یې غیر انساني بللي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here