سه شنبه, جون 16, 2026
Homeکورپاڼهد بریتانیا ځانګړی استازی؛افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی...

د بریتانیا ځانګړی استازی؛افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو هرکلی کوم

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندزي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د یو بل کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی دی.

ریچارډ لیندزي ویلي چې یوناما د خپلو ملي او نړیوالو شریکانو ترڅنګ د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړې چې دغه اداره د نړیوالې ټولنې د مرستو او هڅو د همغږۍ لپاره هم یو مهم بنسټ دی او د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې اغېزناک فعالیت ترسره کوي.

د هغه په وینا، د یوناما د ماموریت تمدید به د افغانستان لپاره د نړیوالو بشري او پرمختیايي همکاریو د دوام په برخه کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here