د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د پخواني وژل شوي ستر مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې هر بهرني پلاوي ته د قرآن کریم داسې آیت ډالۍ کړی چې ویل کېږي ځانګړی سیاسي پیغام یې لېږداوه.
د راپورونو پر بنسټ، د سعودي عربستان پلاوي ته هغه آیت ورکړل شوی چې د دوو لښکرو د مخامخ کېدو یادونه کوي؛ یو مؤمن او بل نامؤمن.
د ترکیې پلاوي ته هغه آیت ډالۍ شوی چې د الله په لار کې جګړه کوونکي پر هغو کسانو غوره بولي چې له جګړې شاته پاتې کېږي.
د لبنان رسمي دولتي پلاوي ته بیا هغه آیت ورکړل شوی چې د قربانۍ او فداکارۍ پر مهال د شاته پاتې کېدونکو یادونه کوي.
همدارنګه، د حزبالله لبنان پلاوي ته د «مه کمزوري کېږئ او مه غمجنېږئ، که ایمان ولرئ نو تاسې به برلاسي یاست» آیت ورکړل شوی.
د حماس استازو ته هغه آیت ډالۍ شوی چې د هغو کسانو ستاینه کوي چې له الله سره یې پر خپلې ژمنې وفا کړې؛ ځینې “شهیدان” شوي او ځینې لا هم د خپل نوبت په تمه دي.
د یمن د حوثیانو پلاوي ته د هغو مؤمنانو په ستاینه کې آیت ورکړل شوی چې د جګړې پر مهال یې کمزوري ونه ښوده، او د قطر پلاوي ته هغه آیت ډالۍ شوی چې د الهي فضل او بښنې یادونه کوي او د شنونکو په باور د قطر د منځګړیتوب رول ته پکې اشاره شوې ده.
داسې انګېرل کېږي، چې د تهران له لوري هر پلاوي ته د ځانګړو سیاسي او ډیپلوماټیکو پیغامونو د لېږد هڅه پر مذهبي او قراني ایاتونو شوې ده.

