اېنبيسي نیوز وايي، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهملیک له لاسلیک وروسته، د ایران سپاه پاسداران هغه شپه د هرمز تنګي په لور د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې څو بېپیلوټه الوتکې توغولي، خو امریکايي ځواکونو یې مخه نیولې او شنډې کړې دي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د امریکا پوځ لا هم د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د ډاډ لپاره له نړیوالو سوداګریزو باروړونکو شرکتونو سره همغږي ساتي.
د نوموړي په وینا، د سمندري لارو امنیت او د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ د امریکا د ځواکونو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

