جماعتالاحرار وسلهوالې ډلې اعلان کړی چې نور به له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) څخه په جلا توګه فعالیت کوي او خپل پخوانی خپلواک تنظیمي جوړښت یې بېرته فعال کړی دی.
د دې ډلې ویاند اسد منصور په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه پرېکړه د ډلې د مشرانو له اوږدو سلا مشورو وروسته شوې او له دې وروسته به جماعتالاحرار د ۲۰۲۰ کال له اګسټ وړاندې د خپلواک تنظیم په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، ډله به د عمر خراساني تر نوم او فکر لاندې خپلې چارې پر مخ وړي او د خپلو پوځي او سیاسي پرېکړو واک به په خپلواکه توګه ترسره کوي.
جماعتالاحرار ادعا کړې چې پخوا یې د وسلهوالو ډلو د یووالي په موخه له ټيټيپي سره یوځای کېدل منلي وو، خو د دوی په خبره، دا همکاري د باور ماتونې او داخلي ستونزو له امله ناکامه شوه او د ډلې مهم مشران، د خالد خراساني په ګډون، پکې له لاسه ورکړل شول.
اعلامیه زیاتوي، که څه هم ډلې د نورو اختلافاتو د پراخېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره زغم کړی و، خو د غړو پر ضد د دوامدارو اقداماتو له امله یې د جلا فعالیت پرېکړه کړې ده.
د جماعتالاحرار مشرانو ټینګار کړی چې د پاکستان په کچه به د خپل اعلان شوي منشور له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
تر اوسه تحریک طالبان پاکستان د جماعتالاحرار د دې پرېکړې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

