شنبه, جولای 4, 2026
Homeکورپاڼهبلوڅ بېلتون‌پال:د پاکستاني ځواکونو پر کمپ برید کې مو ۳۰ پوځيان ووژل

بلوڅ بېلتون‌پال:د پاکستاني ځواکونو پر کمپ برید کې مو ۳۰ پوځيان ووژل

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي وسله والې ډلې(BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان په پانوان سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ګارډ پر یوه کمپ د موټر بم برید کړی، چې له امله یې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دې ډلې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې ویلي، په برید کې لږ تر لږه ۳۰ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د ادعا له مخې، برید د یوه ځانمرګي موټر بم له لارې ترسره شوی دی.

بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د برید یوه ویډیو هم خپره کړې، خو د دې ادعاوو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.

تر اوسه د پاکستان پوځ د یاد برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د تلفاتو په اړه یې هم څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here