پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 605

د بنګلادېش پخوانۍ لومړۍ وزیره حسینه واجد څوک ده؟

0


بنګالۍ سیاستواله، د عوامي لیګ رئیسه ده، په 1947 زیږیدلې ده، په بنګالي ادب کې یې لوړې زده کړې کړې دي، پلار یې شیخ مجیب الرحمن نومیږي، د بنګلادیش له بنسټ اېښودونکو څخه دی.
حسینه واجد د شلو کلونو راهسې په بنګلادیش کې له مهمو او پیاوړو ښځو شمېرل کیږي، پلار او ګرده کورنۍ ترور شوې ده، دا یوازینۍ هغه وه، چې ژوندۍ پاتې شوې ده.
حسینه پنځه ځل د بنګلادیش لومړۍ وزیره پاتې شوې ده، له 1996 څخه تر 2001 او څلور ځل پرلپسې له 2009 تر 2024پورې.
زوکړه او ژوند
حسینه واجد د 1947 ز د سپتمبر پر 28 د پلازمینې ډکا په لویدیز کې زیږیدلی ده، د شیخ مجیب الرحمن د پنځو لوڼو مشره یې دا ده، له کیمیا پوه واجد میا سره یې په 1968 ز کې واده وکړ.

زده کړې
له هماغه ماشومتوب یې د پلار په ښوونځي کې سیاست زده کړی و، لومړنۍ زده کړې یې په خپل پلرني ټاټوبي کې کړې وې، د لوړو زده کړو لپاره بیا د ډکا پوهنتون ته ولاړه، په 1973 ز کې د بنګالي ادب له پوهنځي فارغه شوه.
سیاسي تجربه
په پوهنتون کې د درس پر مهال د محصلینو د اتحادیې په چوکاټ کې ډېره فعاله وه، د څه وخت لپاره یې د عوامي لیګ دمحصلینو د اتحاديي مشري هم کړې ده، همدا راز په 1966 ز کې په بنګلادیش کې دمحصلینو د اتحاديي د رئیس مرستیاله وټاکل شوه، کله، چې د شپیتمو کلونو په وروستیو کې پاکستان د نوموړې پلار مجیب الرحمن زنداني کړ، دې یې کارونه او سیاسي فعالیتونه تنظیمول.
د 1975 ز د اګسټ پر 15 بنګالي جنرالانو د نوموړې پلار شیخ مجیب له ټولې کورنۍ سره ترور کړ، حسینه او د ریحانې په نوم خور یې ځکه ژوندۍ پاتې شوه، چې هغه مهال په المان کې وه، حسینه او خور به یې د انګلستان او هند ترمنځ د تبعید ژوند کاوه او هغه مهال بنګلادیش ته راوګرځیده، چې د عوامي لیګ ګوند مشره وټاکل شوه.
په 1981 ز کې، چې هېواد ته راستنه شوه، د ډیموکراسۍ د ملاتړ لپاره یې مټې رابډ وهلې، دا مهال بیا پوځ ځو ځلې په خپل کور کې نظر بند کړه، له ډېرو هلو ځلو وروسته یې په پارلمان کې یوه څوکۍ وګټله او د اپوزیسیون مشره شوه، د پوځ حکومت یې وغنده، او د بشري حقوقود خوندیتوب لپاره یې سوله ییزه مبارزه پیل کړه.
په 1991ز کې په لومړنیو ازادو ټاکنو، چې شپاړلس کاله وروسته تر سره شول، او د خپلې سیالې خالده ضیاء پر وړاندې یې ماتې وخوړله، د حسینې ګوند او نورو مخالفو ګوندونو تور ولګاوه، چې ټاکنې له درغلې ډکې وې او پریکون یې ورسره اعلان کړ، دې دریځ یې په هېواد کې یو ډول سیاسي بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړه، هغه مهال د بنګلادیش حکومت په ټاکنو کې د درغلیو ټول تورونه رد کړل، خو خالدې د حسینې د غوښتنې پر اساس له خپلې څوکۍ تېره شوه او حکومت یې لنډمهالې ادارې ته وسپاره، چې بیا ټاکنې ترتیب کړي.
د حسینې واجد ګوند د 1996 ز په ټاکنو کې د پارلمان ډیری څوکۍ وګټلې او خپل حکومت یې جوړ کړ، خو د 2001 ز په ټاکنو کې د حسینې ګوند سخته ماتې وخوړه او یوازې 60 څوکۍ یې وګټلې، او مخالف ګوند یې د پارلمان 200 څوکۍ وګټلې، خو حسینې د خپل عادت له مخې پر ټاکنو د درغلۍ تور ولګاوه، هغه مهال نړیوالو ادارو د ټاکنو د شفافیت راپورونه او شاهدي ورکړې وه.
په 2007 ز کې پر حسینې له واک څخه د ناوړه استفادې، وژنو تور ولګاوه، محکمې یې دنیولو امر وکړ، چې ډېر ژر بیا بېرته لغوه شو، د 2007 ز د جولای پر 16 د بنګال پولیسو نوموړې ونیوله او په همدې میاشت کې بیا بېرته خوشی شوه او د درملنې په پلمه امریکا ته ولاړه.
حسینه د 2008 ز د نومبر پر 6 بېرته بنګلادیش ته راستنه شوه او د همدې کال په ټاکنو کې یې د خپل ګوند مشري وکړه، چې یو کال وروسته بیا د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه، خو د 2014 ز په ټاکنو کې نورو ګوندونو په دې پلمه ټاکنو کې برخه وانخیسته، چې واکمن ګوند به د درغلۍ له لارې خپلې څوکۍ او رایې خوندي کړي، خو عوامي لیګ په ټاکنو کې بریالی شو او حسینه د درېیم ځل لپاره د بنګلادیش لومړۍ وزیره اعلان شوه.
په 2017 ز کې د حسینې د صدارت پر مهال نږدې 700 زره روهینګي مسلمانان بنګلادیش ته راغلل ځکه هغه مهال د میانمار حکومت د مسلمانانو ټولوژنې پسې را اخستې وه، دحسینې حکومت ورته استوګنځایونه برابر کړل، مرستې یې ورسره وکړې، خو حسینې د ګډوالو په توګه ثبت نه کړل او هڅول یې، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
حسینې د صدارت پر مهال خپل سیاسي مخالفین سخت وځپل، یو شمېر یې زنداني کړل، ځینې محاکمه کړل، داسې ښکاریده، چې حکومت په لوی لاس اپوزیسیون او د بیان ازادي زندۍ کوي.
د 2018 ز په ټاکنو کې د حسینې ګوند په پارلماني ټاکنو کې بیا ډېرې څوکۍ وګټلې او حکومت یې جوړ کړ، دا ځل هم د اپوزیسیون پر ځپلو تورنه شوه، نږدې 20 زره کسان یې زنداني کړي وو. نورو ګوندونو او اپوزیسیون له حسینې وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو لپاره دې له صدارت استعفا وکړي او د ښو ټاکنو لپاره دې لنډمهالی حکومت جوړ کړي، خو حسینې دا غوښتنې ونه منلې، اپوزیسیون په ټول هېواد کاربندیز ته خلک راوبلل او حسینې د رڼو او شفافو ټاکنو ژمنه وکړه، نوموړۍ د پنځم ځل د پارلمان د 300 څوکیو څخه 222 هغه وګټلې او حکومت یې جوړ کړ، چې نن د ولسي پاڅون په پایله کې ړنګ او خپله هندوستان ته ولاړه.
لاسته راوړنې
د حسینه واجد حکومت وتوانیده، چې په بنګلادیش، چې 170 ملیونه وګړي لري، د بیوزلۍ کچه له 31.5% څخه 20.5 ته راټېټه کړي، هېواد یې په پنځو هغو اقتصادونو کې شامل کړ، چې د چټکې ودې په حال کې دي او د تولید له اړخه یې 41 درجه راخپله کړې وه.

لیکنه: حماد

د بنګلدیش لوی درستیز وقارالزمان څوک دی؟

0

د بنګلادیش لوی درستیز، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد له استعفا وروسته یې واک تر لاسه کړی دی، څوک دی، څنګه تردې ځایه رارسیدلی دی، له مېرمن واجد سره یې اړیکې څنګه دي؟ د بنګلادیش لوی درستیز څلور لسیزې صبر کړی دی، چې تردې ځایه راورسیږي، پرون یې اعلان وکړ، چې د لومړۍ وزیرې له استعفا وروسته یې واک تر لاسه کړی دی، له ولسمشر سره له سلاومشورو وروسته به لنډمهالی حکومت اعلان کړي. جنرال وقار وايي: ۷۶کلنې حسینې واجد له خپلې دندې استعفا کړې ده، نوموړی به ډېر ژر لنډمهالی حکومت جوړ کړي، وقار له خپل ولس سره ژمنه وکړه، چې ټولو ستونزو او تېریو ته به کتنه کيږي؛ خو دا یې روښانه نه کړه، چې د لنډمهاله حکومت مشري به دې کوي او که بل څوک؟ جنرال وقار دا هم وویل: هېواد له ستونزو سره مخ دی، اقتصاد مخ پر ځوړه دی، ډېر شمېر خلک وژل شوي دي، اوس ددې وخت دی، چې زور زیاتی بند شي. ضابط وقار الزمان، چې پخوا یې په پلیو ځواکونو کې دنده درلوده، ځکه د لوی درستیز په توګه غوره شو، چې له پخوانۍ لومړۍ وزیرې سره یې کورنۍ اړیکې درلودې، د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو او د حسینې په دفتر کې یې هم دنده ترسره کړې ده. همدا راز د وقار الزمان خسر د حسینې واجد د صدارت په لومړۍ دوره کې له ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ ز پورې د بنګلادیش د لوی درستیزپه توګه دنده ترسره کړې وه، ځکه خو په دومره اسانۍ د پوځ مشر شو. جنرال وقار الزمان، چې اوس ۵۷ کلن دی، نظامي زده کړې یې په انګلستان کې کړې دي، د بنګلادیش له ملي پوهنتون څخه یې په دفاعي زده کړو کې ماستري تر لاسه کړې ده، جنرال واده کړی دی او دوه لوڼې لري.

هنر څه شی دی؟

0

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، ..مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور.

لېوال:د افغانستان جغرافیه به له روشنفکرانو خالي او پر ځای به یې افراطي ډلې جوړې شي

ایران کې پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، ټول افغان‌میشتې جغرافیه به له روشنفکرانو، ملتپالو او هوښیارو تشه او پرځای به افراطي ډلې پکې رامنځته شي.

د لیوال په خبره، دا چاره به د ښکېلاک په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د افغانستان په خاوره کې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، د دنیا ټول بدمعاشان به دلته راولي او هر زورور به خپل سیال پرې ډاروي.

لېوال زیاتوي، ټول ښوونځي او پوهنځي به مدرسې او ملتپالنه به کفر وبلل شي.

بنګلادېش کې؛۱۲ زندانیان وژل شوي او لسګونه نور تښتېدلي

0

بنګلادیشي چارواکو ویلي، چې له زندان څخه د تېښتې له کبله ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه بندیان تښتېدلی.

د بنګلادېش د زندانونو رئیس ابو فتح ویلي چې شپږ زندانیان په جاماپور زندان کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي.

په همدې حال کې د بنګلادېش د پولیسو مشر ویلي چې په کاشیمپور کې هم شپږ زندانان له پولیسو سره نښته کې وژل شوي.

له ۳۸ کالو ځنډ وروسته؛ پاکستان المپیک کې مډال واخیست

0

پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسې په اولمپیک کې هېڅ میډال نه دی اخستی.

دا ځل په اولمپیک داسې یوه ناببره پېښه رامنځته شوه، چې ټول یې هک پک کړل.

پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسی په اولمپیک هېڅ مېډال نه دی ګټلی؛ خو دا ځل د ارشد ندیم په نوم پاکستانی نیزه ویشتونکی وتوانیده، چې د ۹۲متره په اندازه نیزه وتوغوي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

ندیم لومړنی پاکستانی شو، چې د اولمپیک په تاریخ کې د پاکستان لپاره میډال وګاټه.

چین داسی اورګاډی جوړ کړی، چې په ساعت کې ۱۰۰۰ کیلو متره مسافه وهي.

0


چین د هغه مقناطیسي اورګاډي پروژه بشپړه کړه، چې په ساعت کې 1000 كيلو متره مسافه وهي، ددې اورګاډي نوم « الوتونکی اورګاډی» نومیږي.
ټیکنالوژي او ساینس ورځپاڼه لیکي: ددې پروژې استازي وايي: دې ازموینې او ارزونې دا ثابته کړه، چې ټول سیستم د پوخوالي او باور پړاو ته رسیدلی دی، دې چارې زموږ راتلونکو تجربو ته لار پرانېسته.
ازموینه له هغو ارقامو سره برابره وه، چې وار له مخه ټاکل شوي، په دې کې بریکونه، د سفر سرعت او نور اړونده ټولې چارې په بریالۍ توګه وارزول شوې.
دا ریل ګاډی به د سترو ښارونو تر منځ د یوې ځانګړې شبکې پر وسیله تګ راتګ پیل کړي، سرعت یې دومره تیز دی، چې د پلازمینې بکین او شنګهای ترمنځ مسافه به په 90 دقیقو کې ووهي.
د یادونې ده، چې د یادې پروژې کارونه د 2022 ز په اپریل کې پیل او د 2023 ز په نومبر کې پای ته ورسیدل، دې پروژه کې له پرمختللې ټیکنالوژۍ کار اخستل شوې دی، ددې ریل لپاره جوړه شوې پټلۍ 159 زره کیلومتره ده، چې په دې کې بیا 45 زره کیلومتره د تیز رفتار لپاره ځانګړی شوې ده.

بريتانیا؛لبنان کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دا هېواد پرېږدي

0

بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دی په لبنان کې د بریټانیا له اوسېدونکو غواړي چې یاد هېواد ترک او خپل کور ته راستانه شي.

هغه دغه راز ویلي چې منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او بریټانیا له ټولو دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي چې هلته د کړکېچ زیاتېدو مخه ونیسي.

فضلي:د طالبانو لابیګران اوس سخت پښېمانه او ناهیلي دي

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، طالبان په زرو کالونو کې هم د نجونو د زدکړو په اړه خپل دریځ نه بدلوي.

نوموړي ویلي، هغه کسان هم په دې پښېمانه دي، چې د سولې په خبرو کې یې د طالبانو د سپینولو هڅه کوله.

هغه ویلي، د طالبانو لابیګران باید د چوپتیا پر ځای د نورو افغانانو په څېر د یادې ډلې پر وړاندې غږ پورته کړي.

اسرائیلو نن سهار د لمانځه پر مهال له ۱۰۰ زیات فلسطینیان وژلي

0

نن سهار د لمانځه پر مهال اسرائیلي ځواکونو د غزې په شارع النفق سیمه کې یو مسجد په نښه کړی دی.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس مسجد په یوه ښوونځي کې دی، چې پنځه زره فلسطینیان په کې استوګن دي، په نښه کړی دی او له سلو ډېر یې وژلي دي، تر اوسه ډیری جسدونه د مسجد له چت لاندې دي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو الجزیرې تلویزون ته ویلي: درې توغندي پر مسجد توغول شوي دي، مسجد ړنګ شوې دی، د وژل شوو جسدونه یو پر بل پراته دي، روغتیايي ټیمونه وايي: موږ اړ یو، چې د انسانانو غړي په یوه کفن کې راټول کړو؛ ځکه هېڅوک نه پيژندل کیږي.