یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 58

وال‌سټریټ ژورنال:ټرمپ د ایران پر وړاندې د اوږدمهاله محاصرې د پلي کېدو امر کړی

0

د وال‌سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې چې د ایران پر وړاندې د اوږدمهاله محاصرې لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور له مخې، ټرمپ په وروستیو غونډو کې پرېکړه کړې چې د ایران بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ د محدودولو له لارې پر دغه هېواد فشار زیات کړي، څو د ایران اقتصاد او د تېلو صادرات تر اغېز لاندې راولي.

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ باور لري نور انتخابونه، لکه د بمبارۍ بیا پیل یا له شخړې څخه شاتګ، د محاصرې په پرتله له لوړو خطرونو سره مل دي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي.

اسرائیل پوځ:د لبنان په سوېل کې مو د حزب الله له ۴۵۰ټنو چاودیدونکو توکو ډک تونلونه له منځه یوړل

0

د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان په سوېل، قنطره سیمه کې یې د حزب‌الله یوه پراخه او پرمختللې تونلي شبکه کشف او ویجاړه کړې ده.

اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په دې عملیاتو کې له ۴۵۰ټنو چاودیدونکو توکو ډک، دوه لوی تونلونه له منځه وړل شوي، چې یو یې شاوخوا ۸۰۰ متره او بل یې نږدې ۱.۲ کیلومتره اوږد و.

د پوځ په وینا، دغه تونلونه یوازې د تګ راتګ لپاره نه وو، بلکې د استوګنې خونې، تشنابونه، د پخلنځي اسانتیاوې او د توغندیو د توغولو تجهیزات پکې ځای پر ځای شوي وو.

اسرائیل ادعا کړې، چې دا شبکه د «ایراني معیارونو» له مخې جوړه شوې او ایران په مستقیم ډول د هغې په طرحه او مالي ملاتړ کې ښکېل و.

کابل ښاروالۍ:ښاریان کولای شي دیرش منزله ودانۍ جوړې کړي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند د هغو راپورونو په غبرګون کې چې د درې پوړونو څخه د لوړو ودانیو پر جوړولو د بندیز ادعا کوي، ویلي چې دا خبرې ناسمې دي او هېڅ ډول عمومي محدودیت نه دی لګول شوی.

د کابل ښاروالۍ ویاند، نعمت‌الله بارکزي ویلي، چې ښاریان کولی شي د منظورو شوو ښاري پلانونو او تخنیکي اصولو له مخې تر ۳۰ پوړونو پورې ودانۍ جوړې کړي.

د هغه په وینا، یوازې په ځانګړو حالاتو کې، هغه کسان چې بیړنۍ سرپناه ته اړتیا لري، کولای شي تر درې پوړونو پورې ساده ” غیر له تهکوي” استوګنیز کورونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه درې پوړیز کورونه یوازې د استوګنې لپاره دي او د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ترې استفاده اجازه نه لري.

سراج الدین حقاني؛له ضمیر کابلوف سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا غږېدلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی او امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعات د خبرو مهم محورونه وو.

دواړو لورو همداراز په سیمه کې د مثبت تعامل، ثبات او د متقابل تفاهم د پراخېدو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

عظمت‌الله عمرزی:د خلکو د ویډیوګانو او عکسونو اخیستلو له امله مې د مور وروستی دیدن هم په ارامه زړه ونه کړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي د خپلې مور د جنازې پر مهال د خلکو د ناسم چلند له امله ګیله کړې

عظمت الله عمرزي په یوه پیغام کې ویلي چې د خلکو د بې‌ځایه ویډیوګانو او عکس اخیستلو له امله یې حتی د خپلې مور وروستی دیدن هم په ارامه زړه نه دی ترسره کړی.

عمرزي له هغو کسانو غوښتنه کړې چې د جنازو او قبرونو تر څنګ د ویډیوګانو او عکسونو اخیستلو ته مخه کوي، دې کار ته دې د پای ټکی کېږدي او د غم په داسې شېبو کې دې د انسانیت او درناوي احساس وساتي.

هغه ویلي: «مهرباني وکړئ لږ انسانیت او نزاکت وپېژنئ، دا ډېر دردناک حالت دی، باید د احترام او سکون فضا وساتل شي.»

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول کړنې د غم ځپلو کورنیو درد نور هم زیاتوي او د هغوی احساسات ژوبلوي.

دې پیغام په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېری خلک وایي چې د جنازو پر مهال د حریم او احترام ساتل یو مهم انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.

د یادونې ده چې د عظمت‌الله عمرزي مور نن خاورو ته وسپارل شوه.

امیرخان متقي، د بریتانیا ځانګړي استازي ته:موږ د امریکا او ناټو د اشغال دورې په پرتله د افغانستان امنیتي او ټولنیز وضعیت ډېر ښه کړی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره کتلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان-پاکستان پر وروستي وضعیت، په دوحه کې پر څو اړخیزو ناستو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د امریکا او ناټو د اشغال دورې په پرتله د افغانستان امنیتي او ټولنیز وضعیت د پام وړ ښه شوی او د «اسلامي امارت» عملي اقداماتو د سیمې د هېوادونو باور زیات کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» غواړي له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

بل لور ته، د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د پاکستان له لوري په وروستیو بریدونو کې د افغانانو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې او د سیمې او نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو یې خپل نظرونه شریک کړي دي.

هغه همداراز ویلي چې د بریتانیا حکومت او ولس ژمن دي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامدارې وساتي او زیاته کړې چې په راتلونکې کې به د افغانستان سره د لا زیات تعامل لپاره خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.

مولانا سراج‌الحق:له افغانستان سره تاوتریخوالی د پاکستان په ګټه نه دی

د پاکستان د جمعیت اسلامي پخواني مشر مولانا سراج‌الحق ویلي چې هېواد یې باید له افغانستان سره په اړیکو کې له زغم، تدبیر او سیاسي هوښیارۍ کار واخلي او د هر ډول شخړو مخه ونیسي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی نه یوازې امنیتي وضعیت خرابوي، بلکې د ولسونو پر ژوند هم منفي اغېز کوي او اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زیاتوي.

سراج‌الحق زیاته کړې چې د اوسنیو حساسو شرایطو په نظر کې نیولو سره، د ستونزو د حل تر ټولو اغېزمنه لار مستقیمې او مانادارې خبرې اترې دي، نه تقابل او فشار.

نوموړي همداراز ویلي چې سیمه ثبات او همکارۍ ته اړتیا لري او پاکستان باید داسې پالیسۍ غوره کړي چې د ګاونډیو هېوادونو سره د باور فضا پیاوړې کړي.

هغه ټینګار کړی چې سوله‌ییز تعامل د دواړو هېوادونو په ګټه دی او دوامداره کړکېچ یوازې د بې‌ثباتۍ او کړاو لامل ګرځي.

المیادین شبکه:ایران د امریکا سره د احتمالي خبرو لپاره درې وړاندیزونه کړي

0

د لبنان د المیادین شبکې راپور ورکړی چې ایران ویلي، که امریکا یې وړاندیز ومني، نو خبرې اترې بېرته پیل کېدای شي.

د دې شبکې خبریال په تهران کې په خپل راپور کې ویلي چې د ایران وړاندیز درې پړاوونه لري: لومړی د جګړې پای، دویم د هرمز تنګي مدیریت، او درېیم د اټومي خبرو پیل.

تر اوسه د امریکا او ایران رسمي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو سپینې ماڼۍ څرګنده کړې چې د تهران لیکلی پیغام تر ارزونې لاندې دی.

ځینې امریکايي رسنۍ بیا وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندیزه چندان خوښ نه دی.

د راپور له مخې، ایران غواړي چې په لومړي پړاو کې امریکا او اسرائیل په ایران او لبنان کې جګړه پای ته ورسوي او دا تضمین ورکړي چې بیا به برید نه کېږي.

وروسته له دې، په دویم پړاو کې به د عمان په همغږۍ د هرمز تنګي د مدیریت په اړه خبرې وشي، څو د دې مهمې اوبو لارې لپاره یو حقوقي چوکاټ رامنځته شي.

په درېیم پړاو کې، چې لومړي دوه پړاوونه بشپړ شي، ایران او امریکا کولی شي د اټومي موضوع په اړه رسمي مذاکرات پیل کړي.

راپور زیاتوي چې ایران تر هغو چې لومړي دوه پړاوونه بشپړ نه شي، اټومي خبرو ته به داخل نه شي.

پاکستان:چین ته د خرو د غوښې او پوستکو صادرات پیلوو

0

د پاکستان فدرالي کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټې پرېکړه کړې چې چین ته د خرو غوښه او پوستکي صادر کړي او دغه ګام د دغه هېواد د صادراتو د زیاتوالي لپاره مهم بلل شوی دی.

دغه پرېکړه د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په مشرۍ د کمېټې په وروستۍ غونډه کې شوې، چې پکې د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره د نوو صادراتي لارو چارو پر موندلو ټینګار شوی.

چارواکي وايي، چین د خرو له پوستکو څخه د درملیزو او صنعتي موخو لپاره استفاده کوي، چې له همدې امله د دې توکو لپاره لوړه تقاضا شته.

همداراز د خرو غوښه هم په ځینو سیمو کې د خوراکي محصول په توګه کارول کېږي.

رویټرز:متحده عربي امارات له اوپک او اوپک‌پلس څخه د وتلو اعلان وکړ

0

د متحده عربي اماراتو رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه هېواد به د مۍ له لومړۍ نېټې څخه د اوپک او اوپک‌پلس له سازمانونو ووځي.

د یاد هېواد د انرژۍ وزیر رویترز ته ویلي چې له دغو سازمانونو وتل به اماراتو ته د تېلو په پالیسۍ کې لا زیات انعطاف ورکړي، ځکه چې نور به د دې ډلې د تولیدي او صادراتي ژمنو تابع نه وي.

نوموړي زیاته کړې چې متحده عربي امارات د دې پرېکړې له مخې مخکې له نورو هېوادونو سره، په ځانګړي ډول له سعودي عربستان سره، مستقیمه مشوره نه ده کړې.

د یادونې ده چې اوپک د “د تېلو د صادرونکو هېوادونو سازمان” دی، چې په ۱۹۶۰ کال کې جوړ شوی.

دا سازمان د غړو هېوادونو د تېلو تولید او قیمتونه همغږي کوي څو د بازار ثبات وساتي.

دغه راز اوپک‌پلس یوه پراخه همکاري ده چې د اوپک غړي هېوادونه او ځینې نور لوی د تېلو تولیدونکي هېوادونه لکه روسیه پکې شامل دي او د دې هدف هم د نړیوالو د تېلو په بازار کې د عرضې او قیمتونو تنظیم دی.