یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 59

خالد ځدراڼ:د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند له پولیسو سره نښته کې دوه غلو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ وایي چې د ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له پولیسو سره د وسلوالو غلو د نښتې په ترڅ کې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.

ځدراڼ زیاتوي، یادو غلو تر دې وړاندې له یوه صراف څخه شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ لوټ کړې وې.

د نوموړي په خبره، د تعقیب پر مهال غلو پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې؛ خو د پولیسو په ځوابي اقدام کې یو غل ځای پر ځای وژل شوی او یو بل یې ژوندی نیول شوی.

امیرخان متقي او ضمیر کابلوف؛د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان او روسیې ترمنځ دوه‌اړخیز تعاملات باید لا پراخ او منظم شي.

د خبرپاڼې له مخې، امیر خان متقي د اړیکو د پراختیا هرکلی کړی او ویلي چې اقتصادي همکاریو ته وده ورکول، د ګډ اقتصادي کمیسیون فعالول او د سیاسي مشورو لپاره منظم چوکاټ رامنځته کول اړین دي.

په دې لبدنه کې دواړو لورو د سیمې د ثبات او امنیت پر اهمیت خبرې کړې او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار کړی.

همدا راز ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د مثبت بهیر ستاینه کړې او ویلي چې روسیه چمتو ده له افغانستان سره په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي اقتصادي همکاري پراخه کړي.

هغه زیاته کړې چې مسکو غواړي د ګډو پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې اقتصادي اتصال ته وده ورکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل کې مو د پاکستان سفیر احضار کړ او احتجاج لیک مو ورته وسپاره

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د بریدونو په تړاو یې رسمي احتجاج لیک ورته سپارلی.

وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي وګړو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض، د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی اقدام بللی.

په اعلامیه کې راغلي چې «اسلامي امارت» د پاکستان هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي، او ټینګار یې کړی چې د وضعیت د رامنځته کېدو ریښې باید په بې‌طرفه ډول وڅېړل شي.

یاد وزارت یو ځل بیا ویلي چې افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق لري او له پاکستانه یې غوښتي چې له ورته کړنو لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې د دې ډول اقداماتو دوام به ناوړه پایلې ولري.

د وزارت په خبره، افغانستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو غوښتونکی نه دی، خو د خپل حاکمیت او امنیت دفاع به په کلکه کوي.

شوکت میرضیایف:افغانان ډېر زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي دي

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل ولس او چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره د دوستۍ او ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

هغه په تاشکند کې یوې غونډې ته په وینا کې افغانستان د ستراتیژیک شریک په توګه یاد کړی او افغانان یې زحمتکښ او د بډایه کلتور لرونکي بللي دي.

د هغه په وینا، له افغانستان سره نږدې همکاري نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي ګټې هم لري.

میرضیایف ټینګار کړی چې د افغانانو هڅاند طبیعت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي او پیاوړې ملګرتیا د سیمې ثبات ته هم ګټه رسوي.

په همدې غونډه کې د اوزبېکستان د بېلابېلو ولایتونو چارواکو هم د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره خپل پلانونه شریک کړل.

د فرغانې والي ویلي چې افغانستان ته د پانګونې او صادراتو لپاره پراخې طرحې چمتو شوې دي.

د اندیجان والي بیا اعلان کړی چې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو تړون شوی، چې یوه لویه برخه به یې په ۲۰۲۶ کال کې عملي شي.

همداراز د سرخان‌دریا والي افغانستان د خپلو صادراتو لپاره مهم بازار بللی او ویلي یې دي چې هڅه کوي سږکال خپل صادرات یو میلیارد ډالرو ته ورسوي، چې نیمایي به یې افغانستان ته ځانګړي شي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان لا هم د اوزبېکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیات شوی دی.

یوناما:د پاکستان بریدونه غندو، ملکي وګړي او تعلیمي مرکزونه باید خوندي وساتل شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې د نړیوال بشرپال قانون له مخې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړې توګه تعلیمي مرکزونه، باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي.

یوناما په یوه بیان کې د کونړ د وروستیو بریدونو په تړاو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې تېره ورځ د پاکستان له لوري د کونړ پر پوهنتون توغندیز بریدونه ترسره شوي دي.

د یادونې ده چې په دغه بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي وه او ۴۵ نور ټپیان شوي وه.

عبدالستار میرزکوال:پاکستان نیابتي ډلې جوړوي او د افغان دولت او خلکو پر وړاندې یې کاروي

د تېر جمهوري نظام د کورنیو چارو وزیر عبدالستار میرزکوال ویلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې له افغانستان سره د دښمنۍ تګلاره تعقیبوي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د اسلامي شعارونو څخه په ناوړه استفادې سره نیابتي ډلې جوړې کړې او د افغان دولت او ملت پر وړاندې یې کارولي دي.

میرزکوال د کونړ پر ولایت د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او هغه یې ښکاره تېری بللی دی.

د هغه په وینا، پاکستان تل په افغانستان کې د قوي او پرمختللي دولت د جوړېدو پر وړاندې د تخریب او سقوط هڅې کړې دي.

هغه ویلي: «پاکستان په پرله‌پسې ډول د افغان نسل د روزنې بهیر تکفیر کړی، ښوونځي او پوهنتونونه یې د اخلاقي انحراف په نوم تورن کړي او ودانۍ یې نړولي دي.»

میرزکوال ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سیاسي برخلیک لپاره د ولسواک او خپلواک نظام شتون مهم دی، او ویلي یې دي: «که په افغانستان کې ولسواک او خپلواک دولت نه وي، نو په سیمه کې به له سیالیو پاتې شو.»

له بلې خوا، په کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مشر مظفر مخلص ویلي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د راکټي بریدونو له امله ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو؛د افغانستان لپاره د یوناما نوی مرستیال او د بشري چارو همغږی مسوول وټاکه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د یوناما په رهبري کې مهم اداري بدلون اعلان کړی دی.

د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې فرانسوی ډیپلوماټ برونو جورج لیمارکېس د یوناما د نوي مرستیال، د ملګرو ملتونو د همغږۍ استازي او د بشري چارو د همغږۍ مسوول په توګه ټاکل شوی دی.

لیمارکېس به په دې دنده کې د اندریکا راټواټه ځایناستی وي.

هغه تر دې مخکې په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا ټاکنه په داسې وخت کې شوې چې شاوخوا اووه میاشتې کېږي ملګرو ملتونو لا هم د یوناما لپاره نوی ځانګړی استازی نه دی ټاکلی، وروسته له هغه چې روزا اوتنبایوا خپله دنده پای ته ورسوله.

د طالبانو حکومت:ضمیر کابلوف کابل ته راغلی او نن له امیرخان متقي سره ګوري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته سفر کړی دی.

ښاغلي تکل زیاته کړې چې ټاکل شوې ده نوموړی نن (سه‌شنبه) د «اسلامي امارت» د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وګوري.

تر اوسه د دې لیدنې د اجنډا او بحث د موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت په بهرنۍ پالیسۍ د خرم نېوکه؛د پاکستان «منحوس» بریدونه د نرم دریځ ناکامي ثابتوي

‏د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني مشر، کریم خرم، د طالبانو حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان پرله‌پسې بریدونه د نرم دریځ ناکامي ثابتوي.

ښاغلي خرم د امیرخان متقي د څرګندونو په غبرګون کې په ایکس کې لیکلي:«سره له دې چې د ارومچي مذاکرات بریالي اعلان شول او د اسلام‌اباد پر وړاندې د نرمې لهجې غوښتنه وشوه، پاکستان بیا پر کندهار او کونړ خونړي بریدونه کړي چې ملکی تلفات یې اړولي دي.»

خرم دا بریدونه “منحوس” بللي او زیاته کړې یې ده چې اسلام‌اباد په داسې حال کې چې ځان د ایران او امریکا ترمنځ د سولې په بهیر کې ښيي، په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي.

د جمهوریت د دغه پخواني جګپوړي چارواکي په وینا، د ایران د جګړې له پیل وروسته په افغانستان کې د پاکستان د حملو کچه پراخه شوې او د خلکو بې‌ځایه کېدل او د تعلیمي بنسټونو په نښه کولو نوې بڼه اخیستې.

هغه د بریکوټ پېښې ته په اشارې ویلي چې زرګونه زده‌کوونکي له زده کړو محروم شوي او د سید جمال الدین افغان پوهنتون برید کې محصلین ټپیان شوي دي.

خرم ټینګار کړی چې د افغان ځوان نسل د تعلیم مخنیوی د پاکستان “محاسبه شوې پالیسي” ده او دا کړنې یې “جنگي جنایت” بللي دي.

د خلیج هیوادونو سره د پاکستان دوه مخي؛متحده عربي امارات له اسلام آباد څخه خپل ۳.۵ میلیارده ډالره پور غواړي

0

متحده عربي امارات له پاکستان څخه غوښتي چې ۳.۵ میلیارده ډالره پور ژر تر ژره بېرته ورکړي.

راپورونه وایي، چې دا پیسې د پاکستان د بهرنیو زېرمو یوه لویه برخه جوړوي، او په داسې حال کې چې دغه هېواد له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو عربي اماراتو د پور د ژر ورکړې ورته ویلي.

د راپورونو له مخې، دا موضوع یوازې مالي نه بلکې د سیمې د سیاسي اړیکو سره هم تړلې ګڼل کېږي.

د راپورونو په وینا، له دې غوښتنې وروسته، سعودي عربستان د پاکستان ملاتړ کړی او ۳ میلیارده ډالره مرسته یې ورکړې او د نورو ۵ میلیارده ډالرو د تادیې موده یې هم غځولې ده.

ځینې شنونکي وايي چې د پاکستان د منځګړیتوب رول په نړیوالو شخړو کې د ځینو هېوادونو ترمنځ نارضایتۍ رامنځته کړې ده.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي چې دا یوازې مالي پرېکړې دي او له سیاسي مسایلو سره تړاو نه لري.