جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 56

پیت هګسټ:ایران باید اټومي مواد یا له منځه یوسي یا یې وباسي، ګني د امریکا پوځ د بیا پیل لپاره چمتو دی

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګسټ ویلي چې د واشنګټن په مشرۍ د ټرمپ اداره ادعا کوي چې د ایران اټومي پروګرام یې تر پخوا کمزوری او شاته تمبولی دی.

نوموړي په یوه مرکه کې زیاته کړې چې د ایران سره هر راتلونکی توافق به د سختو څارنو، پرله‌پسې پلټنو او د ژمنو د دقیقې ارزونې پر بنسټ وي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ژمنې عملي کېږي.

د هګسټ په وینا، ایران باید د خپل اټومي پروګرام د حساسو موادو په اړه پرېکړه وکړي؛ یا یې له منځه یوسي، یا یې له هېواده وباسي او یا یې د اړتیا تر حده راکم کړي، په داسې حال کې چې امریکا به د دې ټولو پړاوونو څارنه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که تهران خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو د پوځي اقدام احتمال بیا هم په اجنډا کې پاتې کېږي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چې د امریکا پوځي ځواک د ایران د مذاکراتو میز ته د راوستلو مهم لامل و او د واشنګټن اصلي هدف دا دی چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو توان پیدا نه کړي.

ټرمپ پر بیروت بريد ته په غبرګون:د ایران او امریکا احتمالي هوکړه باید له خطر سره مخ نه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسرائیل له لوري پر بیروت وروستی برید په داسې وخت کې شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې خبرې نهايي پړاو ته نږدې شوې دي.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې څرګنده کړې چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، خو په داسې شرایطو کې چې وضعیت د آرامۍ او مذاکراتو پر لور روان دی، د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هڅې زیانمنولی شي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د داسې تفاهم د رامنځته کولو هڅه کوي چې نه یوازې د ایران او امریکا اړیکې، بلکې د لبنان او ټولې سیمې امنیت هم پیاوړی کړي.

هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او ټینګار یې کړی چې نه باید نوی برید ترسره شي او نه هم د مقابل لوري له خوا غبرګونونه نور تاوتریخوالی زیات کړي.

د امریکا ولسمشر په پای کې ویلي چې اوسنی فرصت کولی شي د سیمې د اوږدې سولې لپاره تاریخي بدلون وي، خو که دا فرصت ضایع شي، وضعیت بېرته کړکېچن کېدای شي.

آغاز فعالیت رسمی «افغان تکسی آنلاین» در کابل

شرکت ترانسپورتی «افغان تکسی آنلاین» به‌گونه رسمی خدمات تکسی آنلاین را در شهر کابل آغاز کرد.

وزارت ترانسپورت و هوانوردی اعلام کرده است که کاربران می‌توانند از طریق یک اپلیکیشن ویژه، به خدمات این شرکت دسترسی پیدا کرده و از خدمات تکسی‌رانی آنلاین استفاده کنند.

به گفته این وزارت، جواز فعالیت ارائه خدمات تکسی آنلاین برای شرکت «افغان تکسی آنلاین» در راستای عصری‌سازی خدمات ترانسپورتی، بهبود سهولت‌های شهری و حمایت از سکتور خصوصی صادر شده است.

وزارت ترانسپورت و هوانوردی افزوده است که راه‌اندازی این خدمات گامی مهم در جهت توسعه سیستم حمل‌ونقل شهری و بهره‌گیری از فناوری‌های نوین در بخش ترانسپورت به شمار می‌رود.

رویټرز:امریکا د ایران د ۲۵ میلیارده ډالرو شتمنیو ازادولو ته چمتووالی ښودلی

رویټرز په يو راپور کې ويلي، د ایران او امریکا ترمنځ په احتمالي تفاهم‌لیک کې واشنګټن چمتو دی چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو له ډلې ۲۵ میلیارده ډالر ازاد کړي او د نفتو پر سکتور د ځینو بندیزونو له پلي کولو هم موقتي تېر شي.

راپور زیاتوي، چې د دې تفاهم‌لیک له مخې به ایران د هرمز تنګی د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیزي او د سمندري تګ راتګ خنډونه به کم کړي.

سرچینو رویټرز ته ویلي، دواړه لوري به د راتلونکو ۶۰ ورځو په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي او سیاسي مذاکرات ترسره کړي.

همداراز د لوړ بډاینې لرونکو یورانیمو د زېرمو د رقیق کولو پر میکانیزم به هم خبرې وشي.

د راپور له مخې، دغه احتمالي هوکړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او اقتصادي محدودیتونو د نرمېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

د ډونالډ ټرمپ؛د زوکړې په ورځ د نتنیاهو ځانګړی پیغام!

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

نتنیاهو په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ټرمپ د زوکړې ورځ په داسې وخت کې را رسېدلې چې امریکا د خپلې آزادۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي.

نوموړي امریکا یو ستر هېواد بللی چې د آزادۍ او باور پر بنسټ جوړ شوی او هیله یې څرګنده کړې چې ټرمپ به د امریکا د مشر په توګه د ځواک او انرژۍ څښتن پاتې شې، څو هېواد د ځواک له لارې د سولې او روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړې.

د اسرایږئیلو لومړي وزیر همداراز ویلي چې د امریکا او د دوی ترمنځ یووالی به د دواړو لورو په همکارۍ لا پیاوړی شي او نویو لوړو پوړیو ته به ورسېږي.

په همدې حال کې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (جون ۱۴مه) د اتیا کالو شو.

قالیباف: امریکا یا ژمنې نه پوره کوي یا یې توان نه لري

د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړې ته د رسېدو د آوازو په درشل کې د لبنان د پلازمېنې بیروت په سویلي سیمې (ضاحیه) د اسرائیلو تازه هوايي برید سیمه‌ییز کړکېچ لا پسې زیات کړی او سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، په دې بریدونو کې یې د ایران متحده لبناني وسله‌ واله ډله حزب‌ الله په نښه کړې.

په همدې حال کې، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قاليباف په یوه ټویټ کې ویلي، دا بریدونه ښيي چې امریکا یا خو د خپلو ژمنو د عملي کولو اراده نه لري او یا یې توان نه لري.

نوموړی امریکا ته په خطاب زیاتوي اسرائیلو ته د «زرغون څراغ» په ورکولو نه شئ کولی امتیاز ترلاسه کړئ او د «ښه او بد پولیس» پخوانۍ ډرامه نور کار نه ورکوي.

قاليباف ټینګار کړی چې که د ژمنو د عملي کولو اراده او توان نه وي، نو د مذاکراتو د دوام خبرې بې مانا دي.

له بلې خوا، د ایران د ګډو پوځي ځواکونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د بیروت په سویلي سیمو کې د اسرایلو «بریدونه او جرمونه» به بې ځوابه پاتې نه شي.

دا وروستي پرمختګونه داسې مهال کیږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي خبرو او هوکړې ته د رسېدو آوازو تر بل هر وخت ډېر زور اخیستی.

کمک بشردوستانه ۲.۹۹ ملیون دالری سویدن برای افغانستان

دفتر هماهنگ‌کننده امور بشردوستانه سازمان ملل متحد (اوچا) در افغانستان اعلام کرده است که دولت سویدن ۲۸ میلیون کرون سوئد، معادل ۲.۹۹ میلیون دالر امریکایی، به صندوق بشردوستانه افغانستان کمک کرده است.

اوچا با نشر این خبر گفته است که این کمک در راستای حمایت از فعالیت‌های بشردوستانه و رسیدگی به نیازهای آسیب‌پذیرترین اقشار جامعه در افغانستان اختصاص یافته است.

صندوق بشردوستانه افغانستان یکی از منابع مهم تأمین مالی برای اجرای برنامه‌های امدادرسانی و کمک‌های فوری در این کشور به شمار می‌رود و از سوی سازمان ملل متحد مدیریت می‌شود.

کسب دو مدال برنز توسط ورزشکاران افغان در رقابت‌های آسیایی کورش

ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور اعلام کرده است که معراج‌الدین چکمار و ذبیح‌الله احسان، ورزشکاران افغان، در رقابت‌های آسیایی کورش که در تاجیکستان برگزار می‌شود، موفق به کسب دو مدال برنز شدند.

بر اساس معلومات این ریاست، معراج‌الدین چکمار در وزن ۶۶ کیلوگرام پس از شکست دادن حریف هندی خود، در برابر ورزشکار تاجیکستانی مغلوب شد و به مدال برنز دست یافت.

همچنین ذبیح‌الله احسان در وزن ۸۱ کیلوگرام با پیروزی مقابل حریف ترکمنستانی، به مرحله بعدی راه یافت؛ اما در ادامه رقابت‌ها برابر ورزشکار اوزبیکستانی شکست خورد و مدال برنز را از آن خود کرد.

در ادامه این مسابقات، قرار است امروز ظاهر سروری در وزن ۱۰۰ کیلوگرام و عبدالمنان سادات در وزن ۹۰ کیلوگرام در برابر حریفان خود به میدان بروند.

اوچا:سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۹۹ میلیونه ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۸ میلیونه سویډني کرونه، چې شاوخوا ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا زیاته کړې، چې دغه مالي مرسته به د بشري اړتیاوو د پوره کولو، د بېړنیو پېښو پر مهال د چټک غبرګون او له زیانمنو ټولنو سره د مرستو د دوام لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو د تمویل کچه د اړتیاوو په پرتله کمه ده.

اوچا له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د بشري فعالیتونو د دوام لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

یاد دفتر خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت ښایي د اړمنو افغانانو لپاره د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

جرمني کې د کلتوري ودې ټولنې؛مطیع الله ویسا ته د غازي امان خان افتخاري مډال ورکړ

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې فعالانو د زده کړو حقونو فعال مطیع الله ویسا ته تېره شپه د لونګو امېل مشاعره او ځانګړو مراسمو کې د غازي امان الله خان افتخاري مډال ورکړ.

مطیع الله ویسا په دې مراسمو کې د ټولو افغانانو له هڅونې او ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې لا به هم زده کړو ته د افغان نجونو او هلکانو د لاسرسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي څه موده وړاندې په فرانسه کې د نورماندي سیمې له نورماندي پوهنتون د آزادۍ کلنۍ جایزه هم ترلاسه کړه.