یکشنبه, جون 14, 2026
Homeافغانستاناوچا:سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۹۹ میلیونه ډالر مرسته...

اوچا:سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۹۹ میلیونه ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۸ میلیونه سویډني کرونه، چې شاوخوا ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا زیاته کړې، چې دغه مالي مرسته به د بشري اړتیاوو د پوره کولو، د بېړنیو پېښو پر مهال د چټک غبرګون او له زیانمنو ټولنو سره د مرستو د دوام لپاره ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې لا هم میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو د تمویل کچه د اړتیاوو په پرتله کمه ده.

اوچا له نړیوالو مرستندویانو غوښتي چې د بشري فعالیتونو د دوام لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

یاد دفتر خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت ښایي د اړمنو افغانانو لپاره د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here