یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ پر بیروت بريد ته په غبرګون:د ایران او امریکا احتمالي هوکړه...

ټرمپ پر بیروت بريد ته په غبرګون:د ایران او امریکا احتمالي هوکړه باید له خطر سره مخ نه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسرائیل له لوري پر بیروت وروستی برید په داسې وخت کې شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې خبرې نهايي پړاو ته نږدې شوې دي.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې څرګنده کړې چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري، خو په داسې شرایطو کې چې وضعیت د آرامۍ او مذاکراتو پر لور روان دی، د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې هڅې زیانمنولی شي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د داسې تفاهم د رامنځته کولو هڅه کوي چې نه یوازې د ایران او امریکا اړیکې، بلکې د لبنان او ټولې سیمې امنیت هم پیاوړی کړي.

هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او ټینګار یې کړی چې نه باید نوی برید ترسره شي او نه هم د مقابل لوري له خوا غبرګونونه نور تاوتریخوالی زیات کړي.

د امریکا ولسمشر په پای کې ویلي چې اوسنی فرصت کولی شي د سیمې د اوږدې سولې لپاره تاریخي بدلون وي، خو که دا فرصت ضایع شي، وضعیت بېرته کړکېچن کېدای شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here