د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د زوکړې د ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
نتنیاهو په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د ټرمپ د زوکړې ورځ په داسې وخت کې را رسېدلې چې امریکا د خپلې آزادۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي.
نوموړي امریکا یو ستر هېواد بللی چې د آزادۍ او باور پر بنسټ جوړ شوی او هیله یې څرګنده کړې چې ټرمپ به د امریکا د مشر په توګه د ځواک او انرژۍ څښتن پاتې شې، څو هېواد د ځواک له لارې د سولې او روښانه راتلونکي پر لور رهبري کړې.
د اسرایږئیلو لومړي وزیر همداراز ویلي چې د امریکا او د دوی ترمنځ یووالی به د دواړو لورو په همکارۍ لا پیاوړی شي او نویو لوړو پوړیو ته به ورسېږي.
په همدې حال کې د امریکا برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (جون ۱۴مه) د اتیا کالو شو.

