رویټرز په يو راپور کې ويلي، د ایران او امریکا ترمنځ په احتمالي تفاهملیک کې واشنګټن چمتو دی چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو له ډلې ۲۵ میلیارده ډالر ازاد کړي او د نفتو پر سکتور د ځینو بندیزونو له پلي کولو هم موقتي تېر شي.
راپور زیاتوي، چې د دې تفاهملیک له مخې به ایران د هرمز تنګی د نړیوالو سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیزي او د سمندري تګ راتګ خنډونه به کم کړي.
سرچینو رویټرز ته ویلي، دواړه لوري به د راتلونکو ۶۰ ورځو په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي او سیاسي مذاکرات ترسره کړي.
همداراز د لوړ بډاینې لرونکو یورانیمو د زېرمو د رقیق کولو پر میکانیزم به هم خبرې وشي.
د راپور له مخې، دغه احتمالي هوکړه د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او اقتصادي محدودیتونو د نرمېدو په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

