جمعه, جولای 17, 2026
Home Blog Page 55

د طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو اداره:درې میاشتو کې افغانستان ته د ۸۵۶۰ بهرنیانو تګ او راتګ ثبت شوی

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ټولټال ۸ زره او ۵۶۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د ادارې په وینا، په دې موده کې د ۱۹۱ ښځو په ګډون ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته داخل شوي، او د ۱۲۱ ښځو په ګډون ۳ زره او ۹۹۲ نور له افغانستانه وتلي دي.

د معلوماتو له مخې، له راغلو کسانو څخه ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۶۵ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه ۶۰۹ تنه د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي وو، او پاتې نور بیا د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

اداره وایي، دغه شمېرې د هېواد د سرحدي تګ راتګ د ثبت او څارنې د سیسټم له مخې راټولې شوې دي.

هندي الوتکه؛د لنډ مهال لپاره د پاکستان هوايي حریم ته دننه شوې

د هند د هوايي چلند ادارې د یوې داسې پېښې څېړنه پیل کړې چې پکې د دغه هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه د امرتسر هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال د لنډ وخت لپاره د پاکستان هوايي حریم ته دننه شوې وه.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د خرابې هوا، د مرغانو له ټکر او د الوتنې د مسیر د بدلون پر مهال رامنځته شوې ده، چې له امله یې الوتکه له خپل ټاکلي مسیر څخه لږه اوښتې وه.

د هند او پاکستان د هوايي ترافیک ادارو ترمنځ د همغږۍ وروسته، الوتکه بېرته خپل مسیر ته راګرځول شوې او په خوندي ډول په ډیلي کې ښکته شوې ده.

هندي چارواکو ویلي چې د پېښې د بشپړې څېړنې تر پای پورې د الوتکې د پیلوټانو او د امرتسر هوايي ډګر د یوه هوايي ترافیک کنټرولر دندې په موقت ډول ځنډول شوې دي.

چارواکي وایي، د څېړنو له بشپړېدو وروسته به د دې پېښې د دقیقو لاملونو او احتمالي تخنیکي تېروتنو په اړه وروستی راپور خپور شي.

المرصاد:د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر ضد د ډلو ملاتړ د منلو وړ نه دی

د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد په یوه تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان پوځي نظام له لوري د هغو ډلو روزنه، پناه ورکول او ملاتړ چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي، هېڅکله د منلو وړ نه دی او نه پټ پاتې کېدای شي.

په راپور کې ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو تر دې وړاندې څو ځله د داعش له ډلې د خپلو استخباراتي موخو لپاره استفاده کړې ده.

د المرصاد په وينا، «اسلامي امارت» په پرله‌پسې ډول نړیوالې ټولنې او د پاکستان سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر ضد باید د پاکستان خاوره ونه کارول شي او د داعش یا ورته ډلو له لارې د هېواد امنیت ونه ګواښل شي.

المرصاد زیاتوي چې د دوی د څرګندونو او خبرداریو سره سره، د پاکستان لوري خپل پخوانی سیاست بدل نه کړ، چې له امله یې د دوی په وینا، «اسلامي امارت» اړ شو څو د افغانستان پر ضد د طرحه شویو پلانونو پر وړاندې مستقیم اقدام وکړي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د داعش د ملاتړ او روزنې سیاست د پاکستان د هغه چلند ښکارندویي کوي چې د سیمې د امنیت پر ځای د بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

د المرصاد د راپور مخې، «اسلامي امارت» د پاکستان په خاوره کې هوايي او بې‌پیلوټه بریدونه ترسره کړي، څو هغه کسان له منځه یوسي چې د افغانستان او سیمې لپاره ګډ ګواښ بلل کېږي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

کوېټه کې؛نن سهار نامعلومه وسله والو پښتون سوداګر هاشم نورزی وژلی

راپورونه وايي، ناپېژانده وسله‌والو نن سهار د بلوچستان د کوېټې ښار کې په بیللي سیمه کې یو پښتون سوداګر وژلی دی.

د راپورونو په وينا، وژل شوی کس هاشم نورزی نومېده، چې د دغې سيمې د کابل‌جان هوټل څښتن هم و او د يادې سیمې له پېژندل شوو سوداګرو څخه شمېرل کېده.

راپورونو کې دغه راز ويل شوي، چې بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي.

تر اوسه د دې برید د انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم پاکستاني چارواکو په دې تړاو څه ويلي دي.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ؛د هوکړې په اړه د لبنان د لومړي وزير نواف سلام څرګندونې

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ویلي چې په واشنګټن کې د امریکا تر نظارت لاندې له اسرائیل سره ترلاسه شوی چوکاټي توافق د دې لپاره دی چې اسراییلي ځواکونه له ټول لبنان څخه وځي، د دغه هېواد بشپړ حاکمیت بېرته ټینګ شي او د بې‌ځایه شویو وګړو د ستنېدو بهیر اسانه شي.

هغه په خپله وینا کې ویلي چې لبنان د خپل دولت د واک د پراخولو په برخه کې مکلفیت لري، څو د پوځ له لارې د هېواد پر ټولو سیمو د دولت بشپړ کنټرول ټینګ شي، او دا موضوع د هغه په وینا د طائف د هوکړې له اصولو سره همغږي لري.

نواف سلام زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د اوربند په اعلامیه کې هم په څرګنده ویل شوي چې یوازې قانوني دولتي ځواکونه حق لري چې وسلې ولري او د هېواد امنیت وساتي.

هغه له امریکا، عربي هېوادونو او د لبنان له نړیوالو دوستانو مننه کړې چې د دغه توافق په ترلاسه کولو کې یې رول لوبولی او ویلي یې دي چې تمه لري اسراییلي ځواکونه ژر خپل وتل پیل کړي، څو بې‌ځایه شوي لبنانيان په عزت او امنیت خپلو کورونو ته ستانه شي او د بیا رغونې چارې پیل کړي.

ترکیې؛د افغانانو په ګډون ۴۰ بې‌اسناده کډوال نېولي

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ ادرنا ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال ۴۰ بې‌اسناده کډوال نیول شوي، چې افغانان هم په کې شامل دي.

دا عملیات د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د ترکیې د روانو هڅو برخه بلل کېږي.

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان د اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته د ادرنا د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي، څو د بېرته ستنولو بهیر یې ترسره شي.

چارواکو زیاته کړې، د دغو عملیاتو په تړاو دوه کسان د انسانانو د قاچاق په تور هم نیول شوي او د نورو قانوني اقداماتو لپاره عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ترکیې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې، د هویت د تثبیت، نیولو او ایستلو اقدامات پراخ کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو بیا خبرداری ورکړی چې جبري ستنول ښايي یو شمېر افغانان له امنیتي او بشري ستونزو سره مخ کړي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته، د افغانستان له بدلونونو سره هممهاله، د سیمې یو شمېر هېوادونو د افغان کډوالو په اړه خپلې پالیسۍ سختې کړې دي.

پاکستان او ایران هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پراخ کمپاینونه عملي کړي، او نړیوالو سازمانونو ویلي چې د راستنېدونکو زیات شمېر د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو کچه د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه لوړه شوې او نږدې ۳۹۴ زره کسان ورغلي دي.

د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې؛درې قاضیانو د ډونالډ ټرمپ پر ضد دعوه ثبت کړې

د جرمونو نړیوالې محکمې درې قاضیانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد په یوه فدرالي محکمه کې دعوه کړې او ادعا یې کړې چې نوموړي د افغانستان او فلسطین د قضیو د څېړنې په تړاو د محکمې پر چارواکو د بندیزونو په لګولو سره له خپل قانوني واک څخه اوښتی دی.

د راپور له مخې، دا دعوه د امریکا د نیویارک په فدرالي محکمه کې ثبت شوې او د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ هغه اجرايي فرمان ننګوي چې له مخې یې د ملي بیړني حالت تر اعلان وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې پر هغو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه ولګېدل چې د افغانستان د جنګي جرمونو او د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم په قضیه کې یې رول درلود.

قاضیان وایي، د ټرمپ دغه فرمان د امریکا له اساسي قانون، نافذه قوانینو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی او د قانوني بهیر له بشپړېدو پرته یې د دوی پر شتمنیو، بانکي حسابونو، سفرونو او ځینو نورو حقونو محدودیتونه لګولي دي.

بل لور ته، ټرمپ استدلال کړی چې امریکا او اسراییل د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، نو ځکه دغه محکمه د دوی د اتباعو او چارواکو پر وړاندې د پرېکړې قانوني صلاحیت نه لري.

هغه د محکمې اقدامات د امریکا د ملي حاکمیت او امنیت پر ضد بللي دي.

په همدې حال کې، بشري حقونو او حقوقي بنسټونو دغو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، د خپلو قضایي دندو د ترسره کولو له امله پر نړیوالو قاضیانو بندیزونه لګول د قضایي خپلواکۍ او د قانون د حاکمیت پر وړاندې جدي ګام ګڼل کېږي.

ندیم امیري:د جرمني په استازیتوب لوبې کوم؛ خو افغانستان زما د هویت نه بېلېدونکې برخه ده

افغان‌الاصله د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي نديم اميري ویلي، که څه هم په جرمني کې زیږېدلی، خو له خپلو افغاني ریښو سره ژوره مینه لري او تل یې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپله اړیکه ژوندۍ وساتي.

امیري په یوه تازه مرکه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اصالت د هغه د هویت مهمه برخه ده او د افغانانو مینه او ملاتړ ورته ځانګړی ارزښت لري.

د هغه په وینا، هر ځای چې وي، د خپلو افغاني ریښو په یادولو ویاړي.

نوموړي د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په اړه هم ویلي، د جرمني د ملي لوبډلې په ترکیب کې په دغو سیالیو کې ګډون د ده لپاره ستر ویاړ دی او هیله لري چې لوبډله یې د اتلولۍ جام وګټي.

امیري زیاته کړې، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغان مینه‌والو ملاتړ ورته د لا ښه ځلېدو انګېزه ورکوي او هڅه کوي په خپلو غوره لوبو د هغوی باور پر ځای وساتي.

هغه ټینګار کړی چې د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ به تل پر خپلو افغاني ریښو ویاړي او غواړي د خپلو بریاوو له لارې د افغانانو لپاره د خوښۍ او الهام لامل شي.

افغانه غرختونکې زکیه احمد:د ایورسټ څوکې ته ختل مې د افغان ښځو د غږ پورته کولو لپاره وو

افغانه غرختونکې ذکيه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، ویلي د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، ماونټ ايورسټ ته د ختلو اصلي موخه یې د هغو افغان ښځو او نجونو د ستونزو نړۍ ته رسول وو چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو، کار او نورو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي.

زکیه، چې د ایورسټ څوکې ته د رسېدو لومړنۍ افغانه مېرمن ګڼل کېږي، ویلي د سختې ختنې پر مهال به یې له ستړیا او یخنۍ سره مبارزه کوله، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې تل ذهن ته راتله او همدې فکر به ورته د دوام ځواک ورکاوه.

د هغې په وینا، که څه هم د غره ختل خورا ستونزمن وو، خو ځان ته به یې ویل چې لږ تر لږه د هڅې فرصت لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې له همدې بنسټیز فرصت څخه هم بې‌برخې دي.

نوموړې خپله تاریخي لاسته راوړنه د رواني روغتیا د ملاتړ او د هغو افغان ښځو استازیتوب ته ځانګړې کړې چې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ نه شي پورته کولی.

هغې ویلي، د خپل ورور له ځان‌وژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوې ده.

زکیه احمد، چې د غزني ولايت اوسېدونکې ده، وایي له ماشومتوبه یې له زده‌کړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او سخته لاره وهله.

د راپورونو له مخې، هغې د ایورسټ د ختنې لپاره کلونه سخت تمرینونه وکړل او د دې سفر شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو لګښت د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو په همکارۍ برابر شو.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا د پرمختګ تر شا د خلکو مذهبي باورونو مهم رول درلود

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د متحده ایالاتو د جوړېدو، پراختیا او د غلامۍ د له منځه وړلو په بهیر کې د خلکو مذهبي باورونو بنسټیز رول لوبولی او همدغه ارزښتونو امریکا د نړۍ په تاریخ کې یو ځانګړی هېواد ګرځولی دی.

ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې د ۲۵۰مې کلیزې د نږدې کېدو په مناسبت په خپلو څرګندونو کې وویل، د هېواد بنسټ اېښودونکو په خپلواکۍ اعلامیه کې څلور ځله د خدای یادونه کړې او ایمان د امریکا د تاریخي بدلونونو مهم محرک پاتې شوی دی.

هغه د سپینې ماڼۍ له لارې په ایکس کې خپاره شوي پیغام کې ویلي، راتلونکې اوونۍ به د ۱۷۷۶ کال د جولای د څلورمې نېټې د خپلواکۍ له اعلامیې ۲۵۰ کاله پوره شي، او د دې سند په متن کې د خالق نوم څلور ځله یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، همدا ایمان و چې لومړني مېشتونکي یې د لوېدیځو سیمو د پراختیا لپاره وهڅول، د غلامۍ د ختمېدو غورځنګ یې پیاوړی کړ او امریکا یې د نړۍ په تاریخ کې په یوه استثنايي ملت بدله کړه.