د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې افغانستان، ایران او تاجکستان د یوه ګډ ترانسپورتي دهلېز پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.
یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د ایران د مشهد ښار په درېاړخیزه غونډه کې شوې ده.
د وزارت په وینا، د نوي دهلېز له فعالېدو سره به د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې د ټرانزیټ او لېږد لپاره کارول کېږي، چې د سیمهییزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د مشهد غونډه د درېیو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا، د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو لارو د اسانتیا په موخه جوړه شوې وه.

