جمعه, جولای 17, 2026
Home Blog Page 54

د بي‌بي‌سي څېړنه:افغان کډوال د ترکيې پر پوله وهل شوي، لوټل شوي او په سخته یخنۍ کې پرېښودل شوي

0

بي‌بي‌سي په يو څېړنیز راپور کې ويلي، یو شمېر افغان کډوالو ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو له نیولو وروسته ورسره سخت چلند کړی، پیسې او شخصي توکي یې ترې اخیستي او وروسته یې د ایران پولې ته نږدې په سخته یخنۍ کې پرې ایښي دي.

راپور، چې د بي‌بي‌سي ترکي څانګې خپور کړی، د هغو ۱۲ افغان کډوالو له څرګندونو جوړ شوی چې وایي د روان کال په جنورۍ کې د وان ولایت په سرحدي سیمه کې له یوې شاوخوا ۵۰ کسیزې ډلې سره نیول شوي وو.

د دوی په وینا، تر نیول کېدو وروسته څو ورځې په سختو شرایطو کې ساتل شوي، وهل شوي او وروسته د منفي ۱۵ درجې سانتي ګراد په سړه هوا کې د ایران پر لور شړل شوي دي.

کډوال ادعا کوي چې د سختې یخنۍ له امله د ۱۱ کسانو لاسونه او پښې پرې شوې او لږ تر لږه ۲۰ نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په راپور کې د هغو کسانو بېلګې هم یادې شوې چې د یخ وهلو له امله یې د بدن غړي پرې شوي دي.

بل لور ته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې سرحدي ځواکونه د ملي او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې عمل کوي او له نیول شویو کډوالو سره د انساني کرامت له مخې چلند کېږي.

د وزارت په وینا، ناقانونه کډوال د ساتنې پر مهال خوړو، اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې اداره:د نن زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي ده

يوه نسبتاً زوروره زلزله چې د ریښتر په کچه ۶.۲ درجې ښودل شوې، د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو، چین او د هند په شمالي سیمو کې هم احساس شوې ده.

د راپورونو له مخې، د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په شاوخوا کې، د ځمکې له سطحې نږدې ۸۱ کیلومتره ژوروالی کې و.

د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) ويلي، زلزله د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د جرم ولسوالۍ جنوب ته په ۴۳ کیلومترۍ کې شوې ده.

د زلزلې ټکانونه په تاجکستان، ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او چین کې هم احساس شوي دي.

راپورونو کې ويل شوي، چې په هند کې د ډیلي او سرینګر اوسېدونکو د ټکانونو خبر ورکړی، او په پاکستان کې د لاهور، اسلام‌اباد، فیصل‌اباد او د خیبر پښتونخوا د سوات په ګډون په بېلابېلو سیمو کې خلک د وېرې له امله له خپلو کورونو بهر وتلي دي.

رويټرز ته د سوات ځینو اوسېدونکو ویلي، چې زلزله نسبتاً زوروره وه او ټکانونه یې د معمول په پرتله اوږده موده دوام وکړ، چې له امله یې ښځې، ماشومان او نور اوسېدونکي سخت وېرېدلي وو.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی.

ماهرنګ بلوچ:کتابونو مې د زندان سختې شېبې اسانه کړې او د مبارزې اراده یې راته پیاوړې کړه

د بلوچستان د بشري حقونو فعالې او د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې د زندان سختو شرایطو کې یې کتابونه د روحاني او فکري ملاتړ تر ټولو لویه سرچینه وه.

هغې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې انفرادي بند ورته ډېر ستونزمن و، خو مطالعې ورسره مرسته وکړه چې دغه حالت وزغمي او خپل فکري ثبات وساتي.

د هغې په وینا، کتابونو نه یوازې د هغې د فکر نړۍ پراخه کړې، بلکې د سیاسي مبارزې په اړه یې درک هم لا ژور کړی دی.

ماهرنګ بلوڅ وايي چې په بلوچستان کې د زده‌کوونکو، خبریالانو او فعالانو غږونه د جبري ورکېدو، هدفي تاوتریخوالي او فشارونو له امله کمزوري کېږي، او سوله‌ییز فعالیت ورځ تر بلې سختېږي.

هغه زیاتوي چې د حکومتي ادارو له لوري سوله‌ییز سیاسي حرکتونه کله ناکله د “امنیتي ګواښ” په نوم تعبیرېږي، چې له امله یې ګڼ فعالان له نیونو او قضايي فشارونو سره مخ کېږي.

ماهرنګ بلوچ ټینګار کړی چې د زندان تجربه، سره له سختیو، د هغې د مقاومت اراده نوره هم پیاوړې کړې ده او د خپلې مبارزې هدف ته یې ژمنتیا لا زیاته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام:ایران اوس د افغانستان د سوداګرۍ مهمه ترانزیټي لاره ګرځېدلې ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان له لوري افغانستان ته د ځینو ترانزیټي لارو له بندېدو وروسته، د افغانستان د وارداتو او صادراتو تکیه په زیاتېدونکي ډول پر ایران شوې ده.

د راپور له مخې، اوس مهال د افغانستان نږدې ۶۰ سلنه سوداګریز انتقالات د ایران له لارې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا د رېل پټلیو له لارې هم د وارداتو کچه لوړه شوې ده.

دغه پروګرام وایي، که څه هم سوداګریز جریانونه لا هم روان دي، خو د بدیلو لارو اوږدوالی او لوړ لګښت د وارداتو قیمتونه زیات کړي، چې په پایله کې د خوراکي توکو، سون موادو او کرنیزو توکو بیې په افغانستان کې لوړې شوې دي.

راپور همداراز زیاتوي چې افغانستان د څو هم‌مهاله فشارونو لکه د سیمه‌ییزو کړکېچونو، د بشري مرستو د کمښت او د کډوالو د ستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دی، چې د خوړو ناامني یې لا پسې پراخه کړې ده.

د دې پروګرام د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بیړني حالت سره مخ دي، او که روان وضعیت دوام وکړي، نو په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د شدیدې لوږې له خطر سره مخ کسانو شمېر شاوخوا ۲.۳ میلیونه زیات شي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې د بودجې کمښت له امله به سږ کال یوازې د شدیدې خوارځواکۍ له درېیمې برخې ماشومانو ته درملنه ورسېږي، په داسې حال کې چې پاتې ډېری ماشومان د درملنې له فرصت څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

شبانه محمود:بريټانيا کې د خوندي او قانوني کډوالۍ لپاره د سپانسرۍ نوی پروګرام پیلوو

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د روان کال له مني څخه به د کډوالو لپاره نوې، خوندي او قانوني لاره فعاله کړي، چې له مخې به یې پوهنتونونه، ټولنیزې ادارې، خیریه بنسټونه او سوداګریز شرکتونه وکولای شي د کډوالو د سپانسرۍ له لارې هغوی بریتانیا ته راولي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، د کاناډا د بریالۍ سپانسرۍ له تجربې الهام اخیستل شوی او هدف یې دا دی چې ریښتینو کډوالو ته خوندي پناه ورکړل شي او په وينا یې د پناه غوښتنې په سیستم کې د قانوني خلاوو او ناوړه ګټې اخیستنې مخه هم ونیول شي.

د دغه حکومت د نوې تګلارې له مخې به د بشري حقونو او د عصري غلامۍ اړوند قوانینو په پلي کېدو کې هم بدلونونه راشي.

ويل شوي، هغه بهرني کسان چې په جنايي جرمونو محکوم شوي وي یا جعلي اسناد یې کارولي وي، د محافظت له حقه به محروم شي.

بل لورته محافظه‌کار ګوند د دې پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې تر هغو باید هېڅ نوي کډوال بریتانیا ته پرېنښودل شي، څو د ناقانونه کډوالۍ او د وړو کښتیو له لارې د خلکو د راتګ مخه نه وي نیول شوې.

شهاب‌الدین دلاور:د «اسلامي امارت» لپاره بدیل نه شته

د طالبانو حکومت د تماس کمېسیون مشر شهاب الدين دلاور ویلي، د اوسني نظام لپاره هيڅ کوم بدیل نه شته او نه به پيدا شي.

هغه ويلي چې د افغانستان راتلونکی باید د همدې ادارې په چوکاټ کې مخته ولاړ شي.

نوموړي له هغو افغان سیاستوالو چې له هېواده بهر ژوند کوي، غوښتي چې بېرته افغانستان ته راستانه شي او د هېواد په سیاسي او ټولنیزو چارو کې ونډه واخلي.

دلاور دا هم ويلي چې بهر کې په مېشتو افغانانو يې زړه درد کوي او زیاته کړې چې ټول دې خپل هېواد ته راشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت:د امريکا وروستي بريدونه غندو، د ځان دفاع مو قانوني حق دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او د جګړې د پای ته رسولو له شوې هوکړې سره په ټکر کې دي.

تهران ويلي چې اسراییل هم د امریکا په همغږۍ پر لبنان بریدونه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپل ځان د دفاع قانوني حق لري او د همدې اصل پر بنسټ یې ځوابي دفاعي اقدامات ترسره کړي دي.

د ایران حکومت د روان وضعیت پړه پر امریکا او د هغې پر متحدینو اچولې او له ملګرو ملتونو، د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې عملي دریځ خپل کړي او خپلې قانوني دندې ترسره کړي.

د تهران او واشنګټن کړکېچ؛امریکا ایران ته د بريد خبرداری ورکړ، سپاه پاسداران د ځوابي برید ادعا کړې

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هممهاله، د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس خبرداری ورکړی چې که ایران تاوتریخوالی زیات کړي، واشنګټن به ورته په سخت ځواک ځواب ووايي.

د هغه په وینا، که تهران د اوربند د تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه کومه اندېښنه لري، باید د پوځي اقدام پر ځای یې د خبرو له لارې حل کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکا د ایران په جنوب کې د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې بریدونه وکړل.

په ورته وخت کې، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ځینې اډې په نښه کړې دي، خو د امریکا پوځ او نورو خپلواکو سرچینو تر اوسه دا ادعا نه ده تأیید کړې.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړيوال سازمان ویلي، د سې‌شنبې ورځې راهیسې ۱۱۵ بېړۍ او نږدې ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي څخه ایستل شوي دي.

د یاد سازمان په وینا، د عمان په خلیج کې پر یوې بېړۍ تر برید وروسته د نورو بېړیو د ایستلو بهیر په موقتي ډول درول شوی، او د وضعیت له ارزونې وروسته به د عملیاتو په اړه پرېکړه وشي.

د طالبانو حکومت د احصايې او معلوماتو اداره:درې میاشتو کې افغانستان ته د ۸۵۶۰ بهرنیانو تګ او راتګ ثبت شوی

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ټولټال ۸ زره او ۵۶۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د ادارې په وینا، په دې موده کې د ۱۹۱ ښځو په ګډون ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته داخل شوي، او د ۱۲۱ ښځو په ګډون ۳ زره او ۹۹۲ نور له افغانستانه وتلي دي.

د معلوماتو له مخې، له راغلو کسانو څخه ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۶۵ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه ۶۰۹ تنه د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي وو، او پاتې نور بیا د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

اداره وایي، دغه شمېرې د هېواد د سرحدي تګ راتګ د ثبت او څارنې د سیسټم له مخې راټولې شوې دي.

هندي الوتکه؛د لنډ مهال لپاره د پاکستان هوايي حریم ته دننه شوې

د هند د هوايي چلند ادارې د یوې داسې پېښې څېړنه پیل کړې چې پکې د دغه هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه د امرتسر هوايي ډګر ته د نږدې کېدو پر مهال د لنډ وخت لپاره د پاکستان هوايي حریم ته دننه شوې وه.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د خرابې هوا، د مرغانو له ټکر او د الوتنې د مسیر د بدلون پر مهال رامنځته شوې ده، چې له امله یې الوتکه له خپل ټاکلي مسیر څخه لږه اوښتې وه.

د هند او پاکستان د هوايي ترافیک ادارو ترمنځ د همغږۍ وروسته، الوتکه بېرته خپل مسیر ته راګرځول شوې او په خوندي ډول په ډیلي کې ښکته شوې ده.

هندي چارواکو ویلي چې د پېښې د بشپړې څېړنې تر پای پورې د الوتکې د پیلوټانو او د امرتسر هوايي ډګر د یوه هوايي ترافیک کنټرولر دندې په موقت ډول ځنډول شوې دي.

چارواکي وایي، د څېړنو له بشپړېدو وروسته به د دې پېښې د دقیقو لاملونو او احتمالي تخنیکي تېروتنو په اړه وروستی راپور خپور شي.