سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 54

ډونالډ ټرمپ:د هرمز تنګي لاره خلاصه شوه، له ایران مننه

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران اعلان کړی چې د هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص دی او د تګ راتګ لپاره چمتو دی.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروت سوشیال کې د دې خبر په اړه لیکلي: «مننه!»

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګي له لارې د تجارتي کښتیو تګ راتګ د اوربند د پاتې مودې لپاره په بشپړ ډول آزاد اعلان شوی دی.

د یادونې ده چې د دې خبر له خپرېدو وروسته د تیلو بیې شاوخوا ۱۰ سلنه راټیټې شوې دي.

عباس عراقچي:لبنان کې د اوربند تر مودې پورې د هرمز تنګی د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستل شوی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي چې د لبنان د اوربند له اعلان وروسته د هرمز تنګی د اوربند د پاتې مودې لپاره د ټولو سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شوی دی.

هغه زیاتوي چې دا پرېکړه د هغه همغږۍ پر بنسټ شوې چې تر دې مخکې د ایران د بندرونو او سمندري چارو ادارې اعلان کړې وه.

د دې اعلان له مخې، سوداګریزې بېړۍ کولی شي د لنډمهالي اوربند تر ختمېدو پورې له هرمز تنګي پرته له محدودیت څخه تګ راتګ وکړي.

احمد علم‌الهدی:امریکا سره مذاکرات د تسلیمېدو په مانا دي؛ پر هرمز تنګي دې فشار زیات شي

0

د ایران د مشهد ښار د جمعې امام احمد علم‌الهدی له امریکا سره د مذاکراتو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د امریکا له نظره مذاکره د تسلیمېدو معنا لري.

نوموړي ویلي چې اټومي ټکنالوژي د ایران یوه عمومي علمي لاسته راوړنه ده او ګڼ شمېر محصلان په دې برخه کې زده کړې کوي؛ نو ځکه دا موضوع د مذاکرې وړ نه ده.

هغه زیاته کړې چې په داسې حال کې چې ایران د خپل مخالف پر وړاندې برلاسی دریځ لري او د امریکا اوسنی حکومتي جوړښت د کمزورۍ په حال کې دی، نو مذاکره کول د امتیاز ورکولو معنا لري.

نوموړي ټینګار کړی چې پر ځای د مذاکرې، باید پر هرمز تنګي فشار زیات شي، څو له امتیاز ورکولو څخه ډډه وشي.

اسماعیل حسیني:له امریکا سره مذاکراتو ته هیله نشته؛ خو لاسته راوړنې باید په ډیپلوماسۍ ټینګې شي

0

د ایران د اسلامي شورا د مجلس د انرژۍ کمېسیون ویاند اسماعیل حسینی ویلي چې له امریکا سره د خبرو اترو په اړه ډېره هیله نشته، خو ټینګار یې کړی چې کله یو هېواد د ځواک په دریځ کې وي، باید د میدان لاسته راوړنې د ډیپلوماسۍ له لارې ټینګې شي.

نوموړي زیاته کړې چې «میدان، خلک او ډیپلوماسي» د یوه ګډ حرکت درې مهم اړخونه دي، چې باید په همغږۍ او همکارۍ سره پر مخ ولاړ شي.

هغه همداراز ویلي چې د هېواد د مذاکره کوونکي ټیم د ملت له حقونو دفاع کړې او د امریکا شرطونو ته یې غاړه نه ده ایښې.

د هغه په وینا، امریکا هڅه کوله هغه څه چې په میدان کې یې نه دي ترلاسه کړي، د خبرو اترو پر مېز ترلاسه کړي.

حامد کرزی:ملالۍ بشیر ته د ازادي راډیو د مسوولې مدیرې په توګه د نوې دندې مبارکي وایم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ازادي راډیو کې د ملالۍ بشیر د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغې ته یې د آزادي راډیو د مسؤلې مدیرې په توګه د نوې دندې مبارکي ویلې ده.

کرزي ویلي چې دا یو د خوښۍ ځای دی چې یوه افغانه ښځه د لومړي ځل لپاره د ازادي راډیو مشري ترلاسه کوي.

د هغه په وینا، دا انتخاب د افغان ښځو او نجونو د وړتیا او شایستګۍ څرګندونه کوي او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره هیله بښونکی ګام دی.

د امریکا د جګړې وزارت:له افغانستانه د وتلو بهیر ارزونه کې د ۹ میلیونه اسنادو څېړنه روانه ده

0

د امریکا د جګړې وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې هغه ځانګړی پلاوی چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي، د مهمو مرکو پړاو بشپړ کړی دی.

د دې پلاوي مشر ویلي چې دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل شوې، څو د افغانستان د جګړې او وتلو بهیر هر اړخیزه څېړنه وشي.

د چارواکو په وینا، له هغو ملکي او پوځي مشرانو سره مرکې شوې چې د وتلو په پلان او عملي کولو کې یې رول درلود.

پنټاګون همدارنګه ویلي چې شاوخوا ۹ میلیونه اسناد ارزول شوي دي.

د پنټاګون په وینا، د دې ارزونې هدف دا دی چې د پرېکړو په بهیر کې نیمګړتیاوې وپېژندل شي او په راتلونکې کې له ورته ستونزو مخنیوی وشي.

ډونالډ ټرمپ:د لبنان او اسرائیل اوربند ښايي تاریخي بدلونونو ته لاره هواره کړي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیل څو ساعته وروسته په تروت سوشیال کې لیکلي چې: «نن ورځ کولی شي د لبنان لپاره تاریخي ورځ وي، ځکه ښه بدلونونه روان دي.»

ټرمپ تر دې مخکې هم هیله څرګنده کړې وه چې حزب‌الله به په دې حساس پړاو کې سم او مسؤلانه چلند وکړي.

هغه ویلي وو، که دغه ډله مثبت ګام واخلي، دا به د هغوی لپاره یو مهم فرصت وي او زیاته کړې یې وه: «نور بس دی، جګړه باید پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.»

بل لور ته، د حزب‌الله یوه لوړپوړي چارواکي له اېن‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ اوربند یو عاجل او اړین ګام دی او دا د ټولو ګډه غوښتنه ده؛ خو نوموړي ټینګار کړی چې دا ډله به یوازې هغه مهال د وسلو پرېښودو ته غاړه کېږدي، چې دا بهیر د لبنان د پراخ ملي امنیتي چوکاټ په رڼا کې ترسره شي.

هغه همداراز ویلي، تر هغه چې اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د لبنان حکومت د هغوی د مخنیوي توان ونه لري، خلک به د ځان د دفاع حق کاروي.

دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي، حزب‌الله به بېرته جګړې ته ستون شي او د هر ډول حایلي سیمې جوړول یې د لبنان د حاکمیت ښکاره نقض او اشغال بللی، او د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت:د روان کال تر پای به د ټاپي پروژه هرات ته ورسېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وایي، د ټاپي (TAPI) پروژې د عملي کارونو پرمختګ دوام لري او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه یې برخه تر هرات ولایت پورې ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ په برخه کې د ګازو کارول د برېښنا په پرتله ارزانه تمامیږي او کولی شي د لګښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې راټیټه کړي.

د هغه په وینا، که هر کال شاوخوا یو میلیارد متر مکعب ګاز هرات ته انتقال شي، نو دا به د نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي سپما رامنځته کړي.

شفیع اعظم همداراز ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اقتصادي ودې ترڅنګ شاوخوا ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي، چې دا به د خلکو پر ژوند او سیمه‌ییز اقتصاد مثبت اغېز ولري.

د طالبانو حکومت کې یوه امنیتي سرچینه:ملا معتصم اغا جان نه دی نیول شوی

د طالبانو حکومت کې یوې باوري امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د ملا معتصم اغاجان د نیولو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه د نېول کېدو خبرونه ناسم او بې‌بنسټه دي.

د دغو سرچینو په وینا، نوموړی نه دی نیول شوی او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.

سرچینې ټینګار کوي، هغه ادعاوې چې ګواکې معتصم اغاجان د دیني علماوو د یوه ګډ پلاتفورم د جوړولو یا شخصي پانګونو له امله نیول شوی، حقیقت نه لري او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خپرې شوې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د ملا معتصم اغاجان د نېولو خبرونو خپاره کړي وه.

ضمیر کابلوف:روسیه د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د څلور اړخیزې منځګړیتوب طرحه ارزوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د چین په ګډون د څلور اړخیزې منځګړیتوب طرحه ارزوي، خو دا کار یوازې د دواړو لورو د رسمي غوښتنې په صورت کې ممکن دی.

هغه ویلي چې تر اوسه هېڅ لوري رسمي غوښتنه نه ده کړې او د چین په ارومچي کې تر دې مخکې شوې خبرې هم بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اختلافات لا هم پر امنیتي مسایلو او د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع روان دي، چې د مذاکراتو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.