شنبه, جولای 4, 2026
Homeکورپاڼهتهران؛د خامنه‌يي د جنازې لپاره د میلیونونو کسانو کوربه دی

تهران؛د خامنه‌يي د جنازې لپاره د میلیونونو کسانو کوربه دی

د ایران په پلازمېنه تهران کې نن د پخواني مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسم ترسره کېږي او ایراني چارواکي وايي، تمه ده له ۱۰ میلیونو څخه ډېر کسان او د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې، خامنه‌يي د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل د جګړې په لومړۍ ورځ، له خپلو ځینو کورنۍ غړو سره یوځای وژل شوی و.

د تهران پوهنتون څېړونکي محمد اسلامي ویلي، د جنازې مراسم یوازې د یوه مشر د درناوي لپاره نه، بلکې د دې لپاره هم دي چې نړۍ ته د ایران د نظام د دوام او ثبات پیغام ولېږدول شي.

د هغه په وینا، د ایران حکومت غواړي وښيي چې د خامنه‌يي کورنۍ او سیمه‌ییزې تګلارې به له هغه وروسته هم دوام ومومي.

بلخوا ایراني چارواکي د خامنه‌يي وژل کېدل د هېواد پر بنسټیزو ادارو مستقیم برید بولي او وایي، د هغه تر مشرۍ لاندې د ایران مهمې پوځي، امنیتي او سیاسي پالیسۍ جوړې شوې وې.

د دوی په وینا، د نوي رهبر تر ټاکل کېدو وروسته به د هېواد د مشرتابه د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره هڅې نورې هم زیاتې شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here