د زابل ولایت د شاجوۍ ولسوالۍ خلکو د پوهنې د ودې لپاره د ولسي همکارۍ په ترڅ کې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ۹ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړې، چې ورسره زرګونو زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، د دغو ودانیو پر جوړولو شاوخوا درې میلیونه افغانۍ د خلکو له شخصي مرستو لګول شوې دي.
د شاجوۍ ولسوالۍ د پوهنې مدیر حبیب الرحمن شهید ویلي، د سیمې اوسېدونکو نه یوازې د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړې، بلکې د پاکو اوبو او برېښنا د برابرولو په برخه کې یې هم همکاري کړې او د اړتیا په صورت کې د نورو مرستو ژمنه هم کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو په بشپړېدو سره نږدې ۱۵ زره زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي او مناسب چاپېریال برابر شوی دی.
بل لور ته د زابل د پوهنې ریاست وايي، دا مهال په ولایت کې ۱۶۰ ښوونځي فعال دي، خو له دې ډلې ۶۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.
همدارنګه، شاوخوا ۸۵ زره زدهکوونکي د زابل په ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي، چې د هېواد د ګڼو نورو ولایتونو په پرتله د ښوونځیو او زدهکوونکو شمېر پکې لږ بلل کېږي.

