سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 55

اسراییل ۱۲ چینل:امریکا، ایران ته د ۲۵۰میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې وړاندیز کړی

0

د اسرائیل ۱۲ چینل راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ روانو مذاکراتو کې نسبي پرمختګ شوی او دواړه لوري د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه پرمخ وړي.

د راپور له مخې، امریکا چمتو ده چې د ۲۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستو یو صندوق جوړ کړي، خو د ایران حکومت دا اندازه کافي نه ګڼي او د زیاتو امتیازاتو غوښتنه کوي.

راپور زیاتوي چې واشنګټن په اصولي توګه د ایران د ملکي اټومي پروګرام حق منلی، خو په بدل کې یې غوښتنه کړې چې شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم له ایران څخه بهر، امریکا یا کوم اروپایي هېواد ته ولېږدول شي.

په مقابل کې، تهران وړاندیز کړی چې د یادو اټومي موادو د رقیق کولو بهیر دې د هېواد دننه ترسره شي.

د اوکراین پر درې ښارونو؛د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

0

اوکراین پر کییف، اودیسا او دنیپرو ښارونو د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.

بریدونه د شپې شوي او استوګنیزې ودانۍ او ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولایمیر زلنسکي ویلي چې روسیه د نړیوال فشار پر وړاندې نه ده درېدلې او باید نور فشار پرې زیات شي.

روسي لوري بیا ادعا کړې چې دوی د اوکراین پوځي او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر؛عاصم منیر د ایران د پارلمان له رییس محمد باقر قالیباف سره کتلي

0

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر چې ایران ته تللی، نن یې د ایران د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف سره لیدنه کړې.

له دې مخکې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د عاصم منیر تهران ته سفر ښايي له امریکا سره په ځینو برخو کې د اختلافاتو په کمېدو کې مرسته وکړي.

طاهر اندرابي، د طالبانو حکومت ته:پاکستان ستاسو د ژمنو د عملي کېدو په تمه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له لوري د امنیتي او سیاسي ژمنو د عملي کېدو لپاره لا هم د باوري تضمینونو په تمه دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې د چین په اورومچي ښار کې یې د افغان طالبانو له استازو سره مهمې خبرې کړې وې، خپل سفر پای ته رسولی او بېرته اسلام‌اباد ته ستون شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه خبرې د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد جوړونې او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمې بلل کېږي، خو پاکستان ټینګار کوي چې یوازې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې عملي او تاییدېدونکي ګامونه ضروري دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت؛د منځني ختیځ د کړکیچ د هوارۍ لپاره خپل چمتوالی ښودلی

0

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، له ایران سره په تازه ډیپلوماټیک تماس کې د هرمز تنګي پر حساس وضعیت اندېښنه ښودلې او د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

چین ټینګار کړی چې د ایران ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي، خو د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د هرمز تنګي پرانیستل او خوندي پاتې کېدل هم حیاتي ارزښت لري.

وانګ يي دا وضعیت «بحراني پړاو» بللی او ویلي یې دي چې لا هم د سولې لپاره فرصت موجود دی.

چین همدارنګه چمتووالی ښودلی چې د منځګړیتوب او د سیمې د اړیکو د ښه کولو لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.

پاکستان:د امریکا او ایران د راتلونکو خبرو نېټه لا نه ده ټاکل شوې

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره کومه ټاکلې نېټه نه ده اعلان شوې.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې لبنان لا هم د ایران د جګړې د اوربند یوه برخه ګڼل کېږي، او په لبنان کې سوله د سولې د خبرو د بریا لپاره مهمه ده.

چارواکو ټینګار کړی چې د سیمې ثبات او ارامي کولی شي د سیاسي خبرو بهیر ته زمینه برابره کړي، خو تر دې دمه د نوو مذاکراتو د پیل په اړه کوم وروستی تصمیم نه دی نیول شوی.

ملا عبدالغني برادر:که د اوسني نظام قدر ونه کړئ، شکر پرې ونه باسئ؛ نو له لاسه به مو ووځي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د یوه جومات او روغتیايي مرکز د جوړېدو د بنسټ‌اېښودنې په مراسمو کې ویلي چې اوسنی نظام د تېرو څو پېړیو په پرتله بې‌ساری دی.

هغه د پنجشنبې په ورځ د وري په ۲۷مه یوې غونډې ته د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل چې د نظام ارزښت وپېژني او شکر وباسي.

د هغه په خبره، که خلک د اوسني وضعیت قدرداني ونه کړي، ممکن دا حالت له لاسه ووځي او بدلون رامنځته شي.

ملابرادر زیاته کړې چې په ولایتونو کې پراختیايي کارونه د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او په فاریاب کې به هم نورې پروژې عملي شي.

په همدې مراسمو کې په فاریاب کې د یوه افغان سوداګر له لوري د شاوخوا یو میلیون ډالرو په لګښت، په څلور جریبه ځمکه د جومات او روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د طالبانو حکومت ویلي چې دغه پروژه به د دوو کلونو په موده کې بشپړه شي.

ټایم مجله:بنیامین نتنیاهو او ډونالډ ټرمپ د نړۍ د اغېزناکو کسانو په نوملړ کې شامل دي

0

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو سیاسي مشرانو له ډلې څخه دي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د ټایم مجلې د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په کلني نوملړ کې شامل شوي دي.

په دې نوملړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا د پوځ لوی درستیز دن کین، سټیو ویتکاف، او د نیویارک ښاروال زهران ممداني هم شامل دي.

د ټایم مجله هر کال دا نوملړ خپروي او پکې هغه کسان شاملوي چې په نړۍ کې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې پراخ اغېز لري.

د ناټو ائتلاف:اوکراین ته باید هغه هر څه ورسېږي چې د جګړې دوام لپاره اړتیا لري

0

د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي چې دا ائتلاف د اوکراین د جګړې د دوام لپاره نوې مالي طرحه چمتو کړې او غواړي د دفاعي مرستو لړۍ لا منسجمه او پراخه کړي.

هغه د برلین له غونډې وروسته ویلي، چې ناټو اوس هڅه کوي د اوکراین اړتیاوې په یو منظم چوکاټ کې راټولې کړي، څو د مرستو برابرول ګړندي او اغېزمن شي.

د نوموړي په وینا، تر اوسه یوازې یو څو هېوادونه د مرستو دروند بار پر غاړه لري، خو په دې برخه کې د نورو هېوادونو د ونډې زیاتېدو نښې هم لیدل کېږي.

روته ټینګار وکړ چې هدف دا دی چې اوکراین په جګړه کې یوازې پاتې نه شي او د وسلو، تجهیزاتو او مالي سرچینو کمښت ورپېښ نه شي.

ډونالډ ټرمپ:د اسراییل او لبنان ترمنځ تاریخي خبرې د پنجشنبې ورځ پیلېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او لبنان ترمنځ خبرې به د پنج‌شنبې په ورځ ترسره شي.

نوموړي په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د دغو خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمول دي.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو نږدې ۳۴ کاله کېږي چې مستقیمې خبرې نه دي کړې.

اسراییل، لبنان او امریکا د اپرېل په ۲۵مه، په واشنګټن کې د لومړي پړاو خبرو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا خبرې کولی شي د لبنان د بیا رغونې او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې اسراییل د حزب‌الله د بې وسلې کېدو او د هغوی د بنسټونو د له منځه وړلو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا خبرې یوه تاریخي موقع بللې او ویلي یې دي چې هدف دا دی چې په تېرو دوو تر درېیو لسیزو کې د حزب‌الله نفوذ پای ته ورسول شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې اسراییل او لبنان له لسیزو دښمنۍ وروسته اوس مخامخ خبرو ته ناست دي.

د راپورونو له مخې، د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه له ۱۹۴۸ کال راهیسې روانه ده، او حزب‌الله هم ویلي چې دوی به هېڅ ډول هوکړه ونه مني.