دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 51

مجتبی خامنه‌اي:ایران به د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي

0

د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې د ایران پوځ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، اوبو او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره چمتو دی او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي.

په بیان کې ادعا شوې چې د ایران بې‌پیلوټه الوتکې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې پرمختللي عملیات ترسره کولی شي، او د سمندري ځواکونو د چمتووالي یادونه هم شوې ده.

هغه د وژل شوو پوځي چارواکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغوی د هېواد د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

همدارنګه ټینګار شوی چې پوځ د خلکو له منځه راپورته شوی او د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري د فشارونو پر وړاندې به خپل دریځ وساتي.

ډونالډ ټرمپ:اسرائیل که د چا خوښېږي او که نه؛ خو د امریکا یو قوي او ځیرک متحد دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې اسرائیل د امریکا یو مهم او قوي متحد بللی او د هغوی رول یې په سیمه‌ییزو شخړو کې ستایلی دی.

ټرمپ ویلي، که څوک اسرائیل خوښوي یا نه، هغوی په ثابت ډول د امریکا لپاره یو لوی متحد پاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اسرائیل زړور، باجرأته، وفادار او هوښیار دي او د جګړو او سختو شرایطو پر مهال یې خپل دریځ ثابت کړی دی.

هغه وړاندې ویلي چې د نورو اړخونو په پرتله، اسرائیل په جګړو کې کلک دریځ لري او پوهېږي چې څنګه بریا ترلاسه کړي.

مسعود پزشکیان:ټرمپ څه کاره دی چې زموږ پر حقونو پرېکړه وکړي؟

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په تازه څرګندونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دریځ توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېڅ نړیوال ځواک نشي کولای یو ملت له خپلو قانوني حقونو بې‌برخې کړي.

پزشکیان وویل، ټرمپ دا ادعا کوي چې ایران باید له خپلو هستوي حقونو استفاده ونه کړي، خو دا نه روښانوي چې دا محدودیت د کوم جرم پر بنسټ مطرح کېږي.

هغه زیاته کړه، دا پوښتنه هم مطرح ده چې ټرمپ د نړۍ په کچه څه صلاحیت لري چې د یوه ملت پر حقونو پرېکړه وکړي؟.

پزشکیان وایي، چې د انساني اصولو له مخې، هر انسان پرته له دین، مذهب، نژاد او قومیت باید له خپلو اساسي حقونو برخمن وي.

هغه زیاته کړه چې ایران غواړي په نړیوال نظام کې له ټولو هېوادونو سره د عدالت او انصاف پر بنسټ چلند وشي.

پاکستاني رسنۍ:اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو ته نږدې کېدو سره پوهنتونونه تړل شوي

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې ځینو پوهنتونونو د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو ته د نږدې کېدو له امله حضوري ټولګي ځنډولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام‌اباد او راولپندي کې یو شمېر پوهنتونونو خپل حضوري درسونه بند کړي او تدریسي بهیر یې انلاین ته اړولی دی.

راپورونه وايي چې ازموینې هم ځنډول شوې دي.

که څه هم د ایران او امریکا د خبرو د دویم پړاو دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې، خو د ځینو پوهنتونونو درسي پروګرامونه د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۴مې پورې انلاین دوام لري.

شمالي کوریا؛یو ځل بیا بالسټیک توغندي وازمویل

0

شمالي کوریا څو بالسټیک توغندي د خپل ختیځ سمندر پر لور توغولي، چې دا د روان کال اوومه ازموینه بلل کېږي.

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي چې توغندي د سینپو ښار ته نږدې توغول شوي او د کوریا ټاپووزمې ختیځ لور ته لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې، دغه توغندي د جاپان اقتصادي سیمې ته نه دي داخل شوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي چې شمالي کوریا په اټومي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون مخکې ټینګار کړی و چې د دوی اټومي ځواک د هېواد د امنیت لپاره مهم او نه بدلېدونکی دی.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان ډیپلوماټیکې هڅې ستایم؛ خو سیاسي وضعیت یې اندېښمنوونکی دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان هڅې ستایلي، خو د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره چلند یې ناعادلانه بللی دی.

زلمي خلیلزاد د وروستیو سیمه‌ییزو بدلونونو په اړه ویلي چې د پاکستان حکومت هڅې، چې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره ترسره کېږي، د ستاینې وړ دي.

هغه ټینګار کړی چې د عمران خان له کورنۍ او ملاتړو سره چلند ناعادلانه او اندېښمنوونکی دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

خلیلزاد ویلي چې عدالت او د سیاسي حقونو درناوی په هر هېواد کې د دوامدار ثبات لپاره ضروري دي.

هغه خبرداری ورکړی چې که دا مسایل له پامه وغورځول شي، نو د اسلام‌اباد ډیپلوماټیک اعتبار به اغېزمن شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې فعال رول لوبولی، خو په کور دننه د سیاسي مخالفینو، په ځانګړي ډول د عمران خان، د چلند له امله تر نیوکو لاندې دی.

الجزیره:د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ جګړه کې ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي

0

الجزیره وایي، د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۴ اسراییلي سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۶۵۰ نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دا مرګ‌ژوبله د اسراییلي پوځ له لوري هم تایید شوې ده.

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې ځینې یې سخت ټپیان دي.

له دې وړاندې، حزب‌الله او اړوندو رسنیو د اسراییلي ټانکونو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکړي وو.

سره له دې چې له بیروت څخه د ۱۰ ورځني اوربند اعلان شوی، راپورونه ښيي چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې دوام لري.

نیویارک ټایمز:ایران لا هم خپلو ډېرو توغندیزو وسلو ته لاسرسی لري

0

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایران لا هم د خپلو بالستیک توغندیو شاوخوا ۷۰ سلنه او د توغندیو د توغولو وسایلو نږدې ۶۰ سلنه ساتلي دي.

نیویارک ټایمز د امریکا د استخباراتي ارزونو په حواله راپور ورکړی چې ایران د جګړې له پیل مخکې د خپلو بالستیک توغندیو نږدې ۷۰ سلنې ته لا هم لاسرسی لري.

په راپور کې ویل شوي چې ایران شاوخوا ۶۰ سلنه د توغندیو توغوونکي (لانچرونه) او نږدې ۴۰ سلنه بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم ساتلي دي.

راپور زیاتوي چې کله د ایران او امریکا ترمنځ دوه اوونیز اوربند پیل شو، ایران یوازې خپلو نیمایي لانچرونو ته لاسرسی درلود، خو وروسته وتوانېد چې شاوخوا ۱۰۰ نور لانچرونه له ځمکې لاندې وباسي.

د راپور له مخې، ایران هڅه کوي هغه توغندي هم راوباسي چې د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله تر خاورو لاندې پاتې شوي دي.

د راپور په وینا، که دا هڅه بریالۍ شي، نو د ایران توغندیزې زیرمې به بیا د جګړې له مخکې کچې شاوخوا ۷۰ سلنې ته ورسېږي.

راپور ښيي چې د جګړې له زیانونو سره سره، ایران لا هم د پام وړ پوځي ظرفیت ساتلی او هڅه کوي خپل توغندیز ځواک بېرته پیاوړی کړي.

ګلبدین حکمتیار:که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې که د خلکو رایې او غوښتنو ته درناوی ونه شي، د افغانستان راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.

حکمتیار د یوې اعلامیې له لارې، چې د خپل ګوند غونډې ته استول شوې، ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او ټول د بدلون غوښتونکي دي.

هغه د طالبانو حکومت ته په اشارې سره ویلي، که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، راتلونکې ورځې به لا سختې وي.

نوموړي د منتخب حکومت، اساسي قانون او ملي اجماع پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانان غواړي خپل مشران د خپلې رایې له لارې وټاکي.

حکمتیار زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د خلکو تمه دا وه چې هېواد به له جګړو او بهرنیو مداخلو خلاص شي، خو اوسنی وضعیت د دغو هیلو خلاف دی.

د هغه په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.

حکمتیار ټینګار کړی چې سیاسي جوړښت باید ژر بدلون ومومي او واک باید داسې کس ته وسپارل شي چې د خلکو او د هغوی د استازو په مشوره ټاکل شوی وي.

وال‌سټریټ ژورنال:امریکا د ایران د کښتیو د نیولو لپاره نړیوالو اوبو ته تیاری نیسي

0

د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا پوځ په نږدې ورځو کې پلان لري چې له ایران سره تړلي د تېلو ټانکرونه تلاشي کړي او ځینې سوداګریزې بېړۍ یې په نړیوالو اوبو کې ونیسي.

راپور، چې د امریکایي چارواکو له قوله خپور شوی، وایي دا ګام د واشنګټن له لوري د فشارونو د پراخولو برخه ده، څو تهران اړ کړي چې د هرمز تنګي د تګ راتګ محدودیتونه نرم کړي او د خپل اټومي پروګرام په اړه امتیاز ورکړي.

په ورته وخت کې، ایراني ځواکونو د دې مهمې سمندري لارې پر کنټرول ټینګار کړی او ادعا کوي چې دغه سیمه تر سخت نظارت لاندې ده.

راپور زیاتوي چې وروستي پوځي تحرکات او د کښتیو پر وړاندې بریدونه، د نړیوالو کښتۍ چلولو شرکتونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې ته نږدې سرچینو ویلي، دا اقدامات ښايي یوازې اقتصادي فشار نه وي، بلکې د سمندري تقابل د پراخېدو نښه هم وي.