د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا استخباراتي ادارو د حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړی چې ښایي اسرائیل داسې اقدامات ترسره کړي چې له ایران سره روانو ډیپلوماتیکو هڅو او د سولې هوکړې ته زیان ورسوي.
د راپور په وینا، امریکایي استخباراتي ارزونې ښيي چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت د کورنیو سیاسي فشارونو او د سیمهییز امنیتي وضعیت له امله ممکن داسې پوځي یا سیاسي ګامونه واخلي چې د واشنګټن د منځګړیتوب هڅې له خطر سره مخ کړي.
امریکایي چارواکي وایي، د اسرائیل ځینې کړنې په ځانګړي ډول د لبنان د جګړې اړوند نور عملیات کولی شي له ایران سره د امریکا د روانو خبرو اترو پر بهیر منفي اغېز وکړي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د امریکا او اسرائیل ترمنځ په دې موضوع اختلافات زیات شوي او واشنګټن هڅه کوي د ډیپلوماتیکو هڅو له لارې د سیمهییز تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.

