شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستاند قزاقستان لوړپوړی پلاوی کابل ته ورسېد؛د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې...

د قزاقستان لوړپوړی پلاوی کابل ته ورسېد؛د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کېږي

د قزاقستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی د دغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د دې سفر موخه د افغان ـ قزاق سوداګریز او اقتصادي فورم جوړول او په کابل کې د قزاقستاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل دي.

د وزارت په وینا، دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي اړیکې په چټکۍ سره پراخېږي او دواړه هېوادونه غواړي په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

د راپور له مخې، د ترانزیټ، پانګونې، کرنې، د خوراکي توکو د پروسس او د خامو موادو د برابرولو برخې د دواړو هېوادونو د همکارۍ له مهمو محورونو څخه دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here